The news is by your side.

ط. البان: د میر رحمان رحماني په ګډون يو شمیر وکيلان کابل ته راځي

خبريال ویب پاڼه / له ارګ څخه يوې سرچینې خبريال ویب پاڼې ته ويلي چې د ولسي جرګي د پخواني مشر میر رحمان رحماني په ګډون ۲۵ وکيلان کابل ته راځي.

خبريال ویب پاڼې هڅه وکړه په دې تړوا د میر رحمان رحماني او يا هغه ته د نږدې کسان نظر هم واخلي خو له پرپسې هڅو سره ونه توانيدو په دې تړوا د هغوی نظرونه هم له ځان سره ولرو.

خو بل پلو بیا د ولسي د دارلاانشا پخواني مشر قادر ځاځي خبريال میډيا ګروپ ته تایید کړه چې ده ته هم د تالبانو له لوري ويل شوي چې د ښاغلي رحماني په ګډون د ولسي جرګې ۲۵ وکيلان کابل ته روان دي.

قادر ځاځی زياتوي تالب سرچينو ورته وويل چې تاسو هم په همدې نوملړ کې ياست خو ښاغلی ځآځي وايې چې تر اوسه چا ورته په دې اړه خبر نه دی ورکړی ، او په دې هم نه دی خبر چې څوک ، څومره او څه لپاره ياد وکيلان کابل ته ځي.

قادر ځاځی چې د ولیسي جرګي پخواني مشر میر رحمان رحماني ته تر ټولو نیږدي کس بلل کيږي د میر رحمان رحماني د ناروغۍ خبر هم ورکړ .

ښاغلي ځاځي زياتوي چې له څه مودي راهیسي میر رحمان رحماني ناروغ او په خپل کور کې دی.

د ولیسي جرګې پخواني مشر میر رحمان رحماني او یو شمیر وکيلانو کابل ته د تګ خبر داسي مهال را برسيره کېږي چې تالبانو په افغانستان کې ګڼ شمیر قیودات وضع کړي چې له امله يې د افغانانو ژوند له سخت کړاو سره مخ شوی دی.

له هغه وروسته په نړيواله کچه پر تالبانو نیوکي زياتي شوي چې هغوی له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د ورتګ اجازه ورنه کړه شوه.
د تالبانو یاده کړنه هم د افغانستان په داخل او له هیواد بهر نړيوالو سخت غبرګونو را وپارول.

نړيوال بانګ د تالبانو د یادې کړنې په غبرګون په افغانستان کې د څه باندي ۶۰۰ ميلیونو په ارزښت خپلي دری لویی پروژې ودرولي.

هيره دې نه وي چې افغانستان کې د مدني فعالانو په ګډون دیني عالمانو هم د تالبانو يادې کړنې اسللمي شریعت نه بلکي د تالبانو خپله شخصي تګ لاره وبلله او هغوی د یوه پریکړه لیک په خپرولو سره له تالبانو په جدي ډول وغوښتل چې د انجونو پر مخ ښوونځي بیرته پرانیزي.
په کابل کې دیني عالمانو د تالبانو مشر ملا هیبت الله اخوند ته په يوه استول شوي لیک کې ویلي چې ښځینه په اسلام کې د تعلیم او کار کولو مسلم حق لري.

Comments are closed.