The news is by your side.

د ضعيف له خولې نا ويل شوي حقايق غني د تالبانو سره په ۲۰۱۴ کال کې کومه هوکړه وکړه؟

خبريال ویب پاڼه/ د جمهوريت د پرزولو وختونه ياد ګړئ، آیا داسې نه وو لکه افغانستان چې په لوی لاس سپارل کيږي ايا د غني اوسنی دريځ تاسې داسې نه مالوميږي چې اوس هم د تالبانو سره نژدې اړيکې لري له دې هرڅه د تالبانو د تیر دور پاکستان کې سفیر ملا عبدالسلام ضعیف پرده پورته کړې او نا ويل شوي حقايق يې ويلي.
په ۲۰۱۴ زيږديز کال چې کله اشرف غني نوماند او بیا بریالی شو، د جمهوريت جنازه له افغانستانه پر اوږو هغه مهال وتلې.
د‌ تالبانو دا ډيپلومات او پخوانی سفیر عبدالسلام ضعیف پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې اوس مهال د غني په وسيله تالبان افغانستان ته ننوتلي دي. ضعیف له قوله وړاندې له دې چې غني خپل ځان د ۲۰۱۴ ټاکنو ته نوماند کړي ورسره يې دوه ځله ليدلي او هغه ورسره ژمنه کړې وه چې که سوله راځي نو دی به تر قدرت تيريږي.
هغه ويلي کله چې دی نوماند شو نو بیا یې د ا م ارت له ډيرو لويو چارواکو سره لیدلي او ورسره یې ژمنه کړې وه چې دی به دا چوکۍ د سولې لپاره ساتي غني د ځان د بريا لپاره هم دا کار وکړ خو د تالبانو پاليسي دا نه وه چې د يو چا لپاره او یاهم د جمهوريت لپاره کار وکړي او د یو چا ملاتړ وکړي.
ضعیف وويل ما له غني پوښتنه وکړه چې سوله قرباني غواړې خو غني په ځواب کې راته چوکۍ وډبوله او ويې ويل که هدف دا وي چوکۍ نو زه دا نن هم دا قرباني ورکوم.
ضعيف په ټينګار سره وويل چې غني د ا م ارت له ډيرو لويو مهمو مشرانو سره ليدلي خو نومونه يې نه شي اخیستلای.

Comments are closed.