د پاکستان پر بريدونو سادات توند غبرګون موږ بايد تالب او پاکستان په وړاندې ودريږو
خبريال ویب پاڼه/ وروسته له هغه چې تيره شپه د پاکستان جيټ الوتکو د کونړ او خوست ولایتونو کې بريدونه وکړل او ملکي کسان يې شهيدان کړل د افغان پوځ پخواني جنرال سمیع سادات غبرګون ښودلی او د دې بريدونو پړه یې پر تالبانو اچولې.
ده ويلي چې د تالب له راتګه اوس د پاکستان غوندي کمزوري هېوادونه په خورا سپين سترګي پر افغانستان تيری کوي ځکه نو له دې امله بايد موږ ټول هېواد وال د تالبانو په وړاندې متحد شو او په وړاندې يې ودريږو.
سادات په دې وروستیو کې د تالبانو په وړاندې د خبرو خورا ګرمه جبهه نيولې او ګواښ یې کړی چې د تالبانو په وړاندې به دریږي.
خو ورځې وړاندې د پوځ دې پخواني جنرال په یوه صوتي مکالمه کې چې پر ټولنيزو رسنيو خپره شوې ويلي وو، د تالبانو په وړاندې دريږي او جګړه به ورسره کوي هغه وويل چې د تالبانو په وړاندې سياسي، مدني او وسلوال حرکتونه پيل کوي او افغانستان به له دې پديدې خلاصوي.
ده پخوانيو سرتيرو او نظامیانو ته په خبرو کې وويل روژې په ښه توګه پای ته ورسوئ اختر تير کړئ له هغه وروسته موږ راګرځو.
تالبانو بیا د سادات دا خبرې د تبصري وړ نه دي بللې ولې سادات ګوتڅنډنه ورته وکړه چې د جګړې په ډګر کې به خبرې سره کوو.
اوس تازه ويرې دادي چې ايا افغانستان خو د يوې کورنۍ جګړې لورته نه بيول کيږي د تالبانو سر زوري او په دې برخه کې نه فکر او بې پروايي ته وکتل شي نو شونې ده چې بله جګړه به کيږي او يو ځل بيابه يې قیمت خورا ملت پوره کوي
په شمالي ولایتونو کې د مقاومت ډله او په يو شمېر ولایتونو کې نورې نظامي ډلې چې تازه په تازه یې د خپل موجوديت اعلان کړی خلک د يوې بلې جګړې د پيل لپاره په تشویش کې اچولي
Comments are closed.