The news is by your side.

عام خلک: ط.البانو ته په غندونو نه کيږي زموږ د ویني بدل واخلئ

خبريال ویب پاڼه /پرون شپه درې بجې د پاکستان پوځي جیټ الوتکو د افغانستان په خاوره يرغل وکړ ، په خوست او کونړ کې يې ګڼ شمیر افغانان د يوه وحشیانه بمبارد په ترڅ کې شهیدان او ژوبل کړل.

له هغه راورسته عام افغانان پاکستان او دلته واکمنو ط. البانو ته سخت په غوسه دي . ګن شمیر افغانانو ط. البانو ته د پیغور په شکل لیکلي چې پاکستان په افغانستان بربنډ تیری کړی دلته يې په لسګونو افغانان شهیدان او زخمیان کړي او تاسو له ساعتونو ، ساعتونو وروسته يوازي وغانده.

عام خلک.تالبانو ته وايې که تاسو رښتيا افغانان ياست او د پاکستان غلامان نه ياست زموږ د وینو بدل له پاکستان څخه واخلئ.

پاکستاني جیټ الوتکو داسي مهال د افغانانو کورونه بمبارد کړل چې د پیشلمي لپاره هغوی تیاری نیوه تر څو سبا روژه ونیسي خو دوی نه وه خبر چې دا پیشلمی به يې د ژوند وروستی پیشلمی وي.

له بريد وروسته ټپیان روغتونو ته ولیږدول شول عام خلک په ساعتونو ، ساعتونو لګياول چې له خاور ماشومان، میرمني او ځوانان را وباسي.

تالبان هغه وخت د عامو افغانانو له سخت غبرګون سره مخ شول چې دوی له بريد ۱۳ ساعته وروسته لا هم غلي ناست وو د تالبانو هیڅ جیګپوړي چاروکي او د دوی د حکومت ویاندويانو د ياد بريد په تړواو هیڅ ونه ويل خو له بريد ۱۴ ساعته وروسته د تالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټوټیر پاڼه یاد برید وغانده او دغه بريد يې د پاکستاني لوري یوه اشتبا وبلله.

ښاغلي مجاهد لیکلي چې د پاکستان له خوا پر افغان خاوره بريد په سختو ټکو غندو او له پاکستان څخه غواړو چې بل ځل باید دا ډول بریدونه تکرار نشي.

افغانانو يې په ځواب لیکلي چې تاسو خپله د پنجاب په مشوره کار کړی تاسو به څنګه هغوی له دې ډول بریدونه څخه منع کړئ.

سمع همکار په خپله ټوټیر پاڼه لیکلي په افغانستان برید شوی خو دلته واکمن د مدرسو چیڼی يې په وړانذي خاموش دي.

همیم غالب بیا لیکلي جالبه ده. د تالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا متقي د پاکستان سفیر احضار کړي حال دا چې متقي تر پاکستاني سفير ډیر پاکستانی دی.
هغه وړاندي لیکلي زه حیران يم چې متقي به هغه څه او په کوم انداز سره ويلی وي چې پاکستان پر افغان خاوره بريد ولي کړی او دوی باید سپیناوی ورکړي.

تالبانو هیڅ کله هم د پاکستان په وړاندي له توندې لهجي کار نه دی اخیستی بلکي هغوی د پاکستان په وړاندي نرمښت ښودلی.

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان پر افغان خاوره بريد کوي ډیری وخت په هغو سیمو چې کرښې ته نږدي دي راکيټي بريدونه کړي.

Comments are closed.