The news is by your side.

‌د تالب مشرانو د دويم او دريم تازه ودونو راز افشا شو پاکستان يې کورنۍ ایسارې کړې

خبريال ویب پاڼه/ يو شمېر خبري سرچینې د تالب مشرانو له قوله ویلي چې پاکستان د ځان محفوظیت په خاطر د یو شمېر تالب مشرانو کورنۍ په پاکستان کې ایسارې کړې او اجازه نه ورکوي چې افغانستان ته يې را انتقال کړي، ځکه نو اوس تالب مشرانو تازه په تازه دويم او دريم ودونه کړي او لاهم پسې ګرځي.
د دې سرچینو په تازه راپور کې څرګنده شوه چې زيات شمیر لوړ پوړي تالب مشران په دې توګه او نورو لاملونو لاندې نشي کولای چې پاکستان ته په لوړ اواز خبري هم وکړي، مالومات وايي چې زياتو يې تازه ودونه کړي او يو شمېرو يې بيا دا عادت خپل کړي چې له خپل هېواد څخه بل هېواد ته په رخصتي ځي.‌
د پاکستان ګټو ته ژمن تالب چارواکي ښايي بې حده ډیر وي، چې یو يې د تالبانو اوسنی د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي دی کله چې تالبان واک ته رسیږي نو امير خان متقي د حج اوقافو وزارت لپاره د نوماند وزیر په توګه نومول کیږي او عباس ستانکزی چې اوس د بهرنيو چارو وزارت سياسي معین دی د وزير په توګه وړاندیز شوی وو، خو کله چې پاکستان له دې څخه خبريږي نو سمدلاسه مداخله کوي او د بهرنيو چارو وزارت لپاره بیرته په تالبانو امير خان متقي مني چې اوس د دې هېواد هر فرمايش منل کيږي او د پاکستان سفیر منصور خان سرې سترګې په وزارتونو ګرځي او خپل نظارت او کنټرول کوي.
عام افغانان په دې اند دي چې که تالبان رښتيا هم د مستقليت هوډ لري نو له پاکستان څخه دي خپلواکي ترلاسه کړي او له دې هېواد سره دي هم د نورو هېوادونو په څېر چلند وکړي خو داسې مالوميږي چې تالبان داسې هيڅکله نشي کولای.

Comments are closed.