The news is by your side.

ايا امريکا بيا د تالبانو پر ضد د مقاومت جبهې څخه کار اخلي؟‌

خبريال ویب پاڼه/ تير ځل امريکا د تالب ضد ملېشه وو، شورا نظار ازبک هزاره او پښتون تالب ضد وسلوالو څخه په کار اخستنې او ملاتړ د تالبانو واکمني ړنګه کړه اوس چې بيا دا ډله واک ته رسېدلې ايا امريکا بيا غواړي چې د تالبانو په وړاندې ودريږي؟
د نړيوالو اړيکو شورا په نوم يوه نهاد دې ته اشاره کړې او ويلي يې دي چې متحده ایالات کولی خپل زاړه شريکانو سره په ګډه د تالبانو او تروريستانو په هکله مالومات راټول کړي.
دې تحقيقي بنسټ ويلي په دې برخه کې امريکا لويه اړتيا لري چې د نړيوالو تروريستانو او د هغوی پټن ځايونو په هکله د تالبانو له مخالفانو څخه مالومات په لاس راوړي.
سرچينه وايي د تالبانو د مخالفینو او امريکا يارانه زړه او باور سره لري او هغوی کولای شي چې کار ورته وکړي.
اوس پوښتنه داده اوس مهال چې د مقاومت جبهه په ټينګه له تالبانو سره جنګيږي اوس یې سپانسر او ملاتړي څوک دي ايا دوی دومره څه لري چې له تالبانو سره دومره لوی مقاومت وکړي؟
په دې هکله تراوسه مالومات نشته او نه هم تالبانو شريک کړي دي او نه هم بل کوم داسې ثبوت چې په ډاګه کړي د مقاومت جبهې ملاتړ څوک کوي؟
خو تر ډيره بريده چې ګمان کیږي د مقاومت جبهې مشران چې پخواني جنګسالاران دي د تالبانو په راتګ پاکستان ته وتښتېدل او په دې وروستيو کې د رباني زوی صلاح الدين رباني وويل چې پاکستان يې د دويم کور په شان دی او همدلته غټ شوی او اوسي به.
داسې ويل کيږي چې د شورا نظار تر ټولو غټ کس چې اوس وژل شوی احمد شاه مسعود له ای ايس ای څخه پخې پيسې اخيستې او هغوی ته یې کار کاوه

Comments are closed.