پاکستاني سياسيون: د رباني خرڅو کړو الوتکو پر افغان خاوره بمبار وکړ
خبريال ویب پاڼه/ يو شمېر پاکستاني سياسونو د پاکستان د تيري ورځي هوايي بریدونو ته په اشارې ويلي چې پاکستان پر افغان خاوره د هغه الوتکو په وسيله بمونه وغورځول کوم چې برهان الدين رباني پرې خرڅې کړې وې.
دا سياسون وايي کله چې په ۱۳۷۱ لمريز کال د افغانستان اردو د مجاهدينو په لاس له مينځه لاړ نو يو شمېر الوتکې مجاهدينو او نورو افغانانو د کباړ په قميت پر پاکستان خرڅې کړې، چې په مقابل کې یې پاکستان په ډيرو ناچيزو پيسو باندې ترې په لاس راوړې.
دا سياسون وايي کله چې د افغانستان سره زموږ ځمکنی جنګ پیل شو هم له دې خلکو مو د افغان پوځ ۵۰۰۰ ټانکونه اخیستې او په دې به ورسره جنګيږو، اوس زموږ د فاتحو مجاهدينو دې افتخاري او نه ختميدونکي شرم ته موږ کوم پوښ ور واغوندو آیا دا د پاکستان له لوري موږ ته څومره لوی پيغور دی.
پاکستانیان له لويه تر کوچنيه په همدې رول کې زموږ سره لوبه کوي چې افغانان غلامان او د خپل وطن دښمنان دي ايا امکان لري چې د یو بل کوم هېواد وګړي دي دومره بې غيرته شي؟
په دې هکله د افغانستان د ولسي جرګې پخواني غړي کمال ناصر اصولي پر خپله فېسبوک پاڼه غبرګون ښودلی او ويلي يې دي چې دا کړنه هیڅ د توجې وړ نه ده او تل به راته يو پيغور پاتي وي هغه وويل دا يو تاریخي شرم دی د تير نه زده کړه وکړئ او د هېواد ابادي لپاره لاسونه سره و کړئ.
د پاکستان له لوري پر خوست او کنړ ولايتونو باندي هوايي بريدونه وشول چې په ترڅ کې يې. تر دامهاله د ښځو او ماشومانو په ګډون سلګونه کسانوته مرګ ژوبله اوښتې تالبانو يوازي هيله ښودلې چې بيا دي داسې کړنه نه تکراريږي خو خلک بيا وايي چې دا په تيرو څو کلونو کې لومړی ځل دی چې پاکستان د افغانستان پر خاوره تيری کوي
Comments are closed.