The news is by your side.

پاکستان: پر کونړ او خوست مو بريدونه تالبانو سره په همغږي ترسره کړي

خبريال ویب پاڼه/ پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي چې پر خوست او کونړ بريدونه چې لسګونه بې ګناه ملکي کسانو پکښې مرګ ژوبله واوښته له تالبانو سره په همغږي شوي او په دې هکله له هغوی سره څوځله تماس هم نيول شوی.
دا شکونه نور هم هغه وخت په رښتيا شول چې تالبانو د لسګونه هېوادوالو د وژني وروسته وويل له پاکستان څخه اشتباه شوې او بيا داسې څه نه تکراروي.
د پاکستان سفير په افغانستان کې له تالبانو سره په دې هکله ږغيدلی او د ډيورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته یې ورته د ستونزو يادونه کړې.
په تيرو څو لسیزو کې دا لومړی ځل دی چې پاکستان يو داسې سپين سترګی حرکت ترسره کوي او بغير له ډاره پر افغانستان هوايي بريدونه ترسره کوي.
د پاکستان له دې بريدونو وروسته د ملګرو ملتونو په ګډون يو شمېر سياسونو او د مسعود د زوی جبهې هم غبرګون وښود.
د مقاومت جبهې په خپل بيان کې ويلي چې دا د افغانستان پر خاوره ښکاره تيری دی هغوی ويلي پر افغان خاوره د تيري لامل تالبان شوي او بايد د دوی په وړاندې هم له مقاومت څخه کار واخستل شي.
تراوسه پوري تالبانو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د دې ادعا په هکله څه نه دي ویلي ولې کره خبره ده چې تالبان به له پاکستان سره داسې بريدونه هرو مرو تنطيم کوي که داسې ونکړي نو بيا شونې نه ده چې دوی دي ترې واکمني وکړي.
تالبان تر ډیره بریده د تالبانو د دفاع وزير ملا يع قوب باندي انتقاد کوي چې په داسې مسايلو کې بايد هغه چپ نه وای پاتي شوی ځکه د يوه هېواد د دفاع وزير بايد د بل هېواد د تيري په وړاندې که د زور واک ونلري نو خوله خو يې چا نه ده تړلې.
تالبانو له دې بريدونو وروسته وويل چې په دې بريدونو سره له پاکستان څخه يوه اشتباه شوې وه او بيا به نه تکراريږي.

Comments are closed.