پاکستان سره جهاد فرض دی د يوه تالب ټويټ

خبريال ویب پاڼه/ ايا د ټیټې کچې تالبان په وطني روحیه سمبال او پاکستان خلاف دي؟
دا پوښتنه له ډيره وخته مطرح کيږي چې د ټيټې کچې تالبان په وطني روحیه سمبال او د خپلو مشرانو ب. خلاف د پاکستان ضد دريځ او تر يوې کچې وطني روحیه لري.
کوم کړکيچونه چې پر ډيورنډ کرښه باندي له پاکستان سره رامنځته شول ډيری داسې ويډیو ګانې مو وليدلې چې تالب جنګيالي ان دې ته تیار دي چې په پاکستان کې موټر بم برید وکړي خو يوازنۍ ستونزه دوی دا لري چې مشران يې ورته امر وکړي.
د تالبانو يو فعال او مشهور غړي شيخ حماسي د پاکستان له بريدونو وروسته پر ټویټر لیکلي چې په لومړي اقدام کې بايد د پاکستان سفير وشړل شي سفارت بند کړل شي هر رنګه اړيکې ورسره پرې شي لويي درنې وسلې له هند څخه وپيرل شي او د پاکستان په وړاندې د جهاد ږغ وشي.
ټيټ رتبه تالب جنګيالي يوازي دا عقيده لري چې مشران يې ورته ووايي او دوی ورباندې ځان قربان کړي خو دا داسې امر دی چې کلونه وخت به انتظار وغواړي خو د تالب مشرانو له خولې به د پاکستان خلاف هيڅ ونه وريدل شي او نه به د پاکستان دا ناره واوريدل شي.
عام خلک یوازي له تالبانو دا غواړي چې له پاکستان څخه لاس واخلي او د دې هېواد سره هم د نورو په شان چلند وکړي تر څو پوی شي چې افغانستان حکومت لري خو وایي تالبان داسې نکوي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More