بې څښتنه هېواد او سور سترګي ګاونډيان
خبريال ویب پاڼه/ د تالبانو له راتګ څخه تر اته مياشتې موده زياته کيږي چې ايران پاکستان تاجيکستان او ازبکستان هېوادونو پرې سرحدي تيري کړي
دافغانستان ګاونډيان هر يو يې په دې بې څښتنه کور کې خپلې ګټې لټوي ظلم او تیری کوي.
پاکستان لسګونه بې ګناه هېوادوال بمبار کړل خو د وطن حاکم ورته د اشتباه نوم ورکړ کله چې وطن دومره بې څښتنه شو بې ازاره ازبکستان هم لاس واچاوه نن یې د افغانستان د حريم د تيري په موخه تر شل زياتې چورلکې حاکم ته د ګواښ په موخه زموږ د وطن سپېڅلې حريم ته دننه کړې او د خپل قدرت خطبه يې يوازي په جنګي قاموس کې ورته ولوستله اوس به بیا له ارګه د ازبکو د اشتباه ږغ راپورته شي او د بيا تکرار لپاره به زورورې غورې ورته ووهل شي خو حاکمه تاته په شرط وايم ته د خپل هېواد يو ځمکنی حيوان او ياهم هوا ته مچ د دوی خاورې ته داخل کړل چې پر تا کابل کې ځمکه سره کوي که نه، ته چې د ټولې نړۍ د ماتولو ادعا لرې اوس دې کوچنيو هېوادونو ته د غبرګون نه يې نو دا ستاسي سیاسي کورنۍ او اجتماعي بقا په خطر کې اچوي او تا د فکر او سترګو دوربین کې نړۍ او خلکو ته کوچنی معرفي مصالحې له لارې دي هم چندو کيسې نه راځي هيڅ يوه هيواد د رسميت غېږه درنګره او هيڅ يوه درته د غاړې غړۍ وړانديز ونکړ که په دې بې حياته مړ ژواندي حالت کې کرار ولرې نو اته مياشتې څه چې اته کلونه به تير شي خو خدای ج که ماوتا د امارت ټاپه دوبۍ او لندن کې وچلوله وړاندې له دې چې موږ ته د جنت لاره وښيې اول بايد د ژوندي پاتي کيدلو تضمین وشي ځکه جنت په ژوند ګټل کیږي او بیا مرګ راحته وي هسې نه چې ماوتا دواړه د جنت په تکل دوزخ ته ودرومو
Comments are closed.