The news is by your side.

د خونړۍ جګړې او نا امنیو پيل نن سلګونه عامو خلکو او تالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

خبريال ویب پاڼه/ کرار د تالب هغه لاس ته راوړنه چې امن وو، په نا امنۍ بدليږي او تالب بې وسه او بې کسه ورته ګوري نن د پلازمېنې په ګډون په دریو ولایتونو کې چاودنې وشوې او لاهم تراوسه يې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې لومړي چاودنه په کابل ښار کې وشوه چې دوه ماشومان يې ژوبل کړل دویمه چاودنه مزار شريف د شعيه هېوادوالو په يوه مسجد کې وشوه چې تر اوسه يې ۱۵ وژلي او تر ۶۰ زیات ټپيان دي په ننګرهارکې د تالبانو پر رنجر چاودنې ۴ تالبان وژلي او بله چاودنه بيا کندوز ولايت کې شوې چې د مالوماتو له مخې يې ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.
تراوسه لا ورځ هم تيره نه ده خو داسې ښکاري چې نا امنیو د هوا په ګرمېدو سره زور اخيستی او تالبانو ته د نا امنۍ يو لوی ګواښ پېښ دی.
د شعيه ګانو پر مسجد او ښوونځييو بریدونه د داعش ډلې کاری چې ښکاري دويم ځل يې قوي سر راپورته کړی په ورته وخت کې داسې ښکاري چې د مقاومت نورې هم فعاليت لري چې تالبان وژني په ننګرهار ولایت کې د سړک غاړې ماين چاودنې د څلورو تالب سرتيرو ژوند واخيست په داسې حال کې چې تالبانو رسنۍ سانسور کړې او دوی مالومات هم نه شريکوي ښایي په نورو ولايتونو کې هم د ما امنیو پيښې زياتې رامنځ ته شوې وي خو موږ نه يو خبر.
تالب په نوي اوج‌او مرج کې دی د خپل حالت او فعاليت لپاره لازمه ده چې ولس ته مراجعه وکړي ځکه ليري نه ده چې په افغانستان کې به ورځ تر بلې دا د انا امنيو دا ډول پيښې زياتې شي.

Comments are closed.