The news is by your side.

بګرام پوځي اډه کې بهرني پوځیان څوک راغل

خبريال ویب پاڼه/ د افغانستان د پرزول شوي ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امرالله صالح په خپله تازه ادعا کې له یوه لوی رازه پرده پورته کړې او ويلي يې دي چې تالبان هم غلامان دي.
امرالله صالح وويل د بګرام هوايي ډګر کې د بهرنيو ځواکونو يوه کوچنۍ ډله ځای پر ځای شوې ده.
د ده په وینا اوس نه غواړم چې د کوم هېواد نوم واخلم خو ډير ژر به په چټکۍ سره دا خبره ډيره لویه شي او پټه به پاتي نه شي، څوک دی؟ څه کوي؟ د څشي له مخې راغلي؟ او دې ته ورته سل سوالونه نور…
د باګرام هوايي ډګر
په افغانستان کې په تير شل کلن جمهوري نظام کې د باګرام اډه په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو تر ټولو لویه اډه وه چې هلته امريکايان او نور بهرنيان ميشت ول خو کله چې امريکايان ووتل او تالبان واکمن شول نو بیا داسې ادعاوي وشوې په کومه شپه د دې اډې ټول څراغونه روښانه شول او ادعا وشوه چې هلته چينايي سرتيري راغلي.
دې اډې ته د کوم هېواد سرتیري راغلي؟
دې اډې ته حتمي ده چې په لومړي سرکي د ترکيې، پاکستان او ياهم قطر سرتیري راغلي وي خو د نورو په هکله به لږ فکر کيږي چې چين او يا هم روسي سرتیري به وي خو تراوسه رسمي سرچینو په دې هکله څه نه دي ویلي ولې تريوې کچې د مالوماتو له مخې تکيه کیدلی شي ځکه دا خبرې د تیري جمهوري نظام دویم کس کړي چې تر ډېره بریده ورته اندېښنه په کار ده

Comments are closed.