The news is by your side.

ملا ح سن اخوند شهباز شريف ته په ليک کې څه وويل؟

خبريال ویب پاڼه/ د تالبانو لومړي وزير د پاکستان نوي لومړي وزير شهباز شريف ته کوم لیک استولی او هغه کې يې ډير څه ليکلي دي.
حسن اخوند پاکستان ته ليږل شوي لیک کې شهباز شريف ته ډاډ ورکړی او د دواړو هېوادونو د ښو اړیکو خبره يې ورته کړې ده.
ملا حسن شهباز شريف ته د مبارکۍ ترڅنګ ویلي چې دواړه ورونه هېوادونه به ښې او پراخي اړيکې ولري.
د پاکستان د نوي حکومت په اعلان سره لومړی ټک يې افغانستان ته ورکړ پاکستان پر افغان خاوره بمبار وکړ او د زياتو ملکيانو په وژل کيدو يې سينه يخه کړه.
که څه هم پاکستان دې کار په نړیواله کچه غبرګونونه درلودل خو د تالبانو پڅ غبرګون پردې ډله انتقادونه راپورته کړل او داسې نظريه وړاندې شوه چې ګواکې تالبان اوس هم د پاکستان تر مستقيمې اغېزې لاندې دي دي او نشي کولی چې سر پورته کړي.
پر همدې حال پاکستان پر دې هم تورن دی چې د پاکستان په کورنیو چارو کې پوره لاس وهنه کوي او په دې برخه يې يې بیاهم تالبان پړه بللي.
وروستیو نا امنیو ته په اشارې د نظر خاوندان تالبانو ته مشوره ورکوي چې له پاکستان څخه لاس واخلي او د دوی په نظام کې دخيلي شریکې هغه څېرې چې ښه مثال يې د دوی د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي دی باید له خپلو صفوفو وباسي او پر ځای یې افغان محوره تالبان په دندو وګماري چې دا به یې د تالب د بيرته حيات يو بله موقع وي او که داسې ونکړي نو شونې نه ده چې دا بيړۍ دي تر منزله ورسیږي.

Comments are closed.