The news is by your side.

د تالبانو نوې طرحه: محصلينو اته کاله، که اته ساعته غواړئ پوهنتون ولولئ؟

خبريال ویب پاڼه/ تالبانو د يوې نوې طرحې له مخې د نجونو او هلکانو زده کړې جلا او اونۍ يې وويشله.
که څه هم د جزيياتو له مخې اوس دا طرحه کابل پوري محدوده ده خو ويره ده چې ټول هېواد کې به عملي شي د نوې طرحې له مخې د کابل پوهنتون او پل تخنيک پوهنتون درسي ورځې بيلې چې درې ورځې د هلکانو او درې ورځې هم د نجونو دي.
په دې طرحه کې پر شنبه دوشنبه او چهارشنبه نجونې يک شنبه سه شنبه او پنج شنبه بيا هلکان د پوهنتون درسونو ته تللی شي.
په ورته وخت کې د پوهنتون يو شمېر استادانو هم د پوهنتون او تدريس دې طرحې ته غبرګون کې ويلي چې له درسي نصاب سره هيڅ اړخ نه لګوي، يوه استاد چې خپل نوم ئې له پټ ساتلی ويلي چې د تالبانو دا طرحه د تعلیمي نظام د تشکيل پر جوړښت د نابودۍ ګذار دی.
اوس چې پخوا درس څلور ساعته وو خو اوس اته ساعته دی او د یوې اونۍ پنډ پر دريو ورځو اچول کيږي د تالبانو دې سړټمبې طرحې ته علمي غبرګونونه ډير دي خو څوک له ډاره ږغ نه شي کولای اوس به يا اته کاله پوهنتون ته ناست او يا به يې د ورځې اته ساعته لولې.
د تالب دا طرحه وايي چې د سهار پر اته بجې درسونه پيل او د ماپښين تر دريو بجو ادامه کوي، چې په ذهني او فزيکي ډول دومره تدريس او ناسته انسانانو ته روحي او فزيکي ناروغۍ هم پيدا کولای شي.
د پوهنتون علمي او اکاډميکه هسته څوک چې پر تدريس او نصاب پوره واکمن دي د دې طرحې پوره مخالفت کوي ځکه چې داسې بې بنیاده او علم دښمنې طرحې کولای شي ښوونیز نظام تبا او ډیری محصلین پوهنتونونه پريږدي چې دا بيرته د هېواد په هلاکت تماميډلی ښي او بدې پايلې به ولري

Comments are closed.