د ايران ولسمشر د کابل او مزار له بريدونو وروسته تالبانو ته سختې خبرې کړې

خبريال ویب پاڼه/ د ايران ولسمشر ابراهيم رييسي په افغانستان کې د شعيه هېوادوالو پر مسجدونو بريد په هکله غبرګون ښودلی او تالبان يې ننکولي دي.
هغه تالبانو ته ويلي د هغه ليوانو مخه ونيسي چې پر خلکو حملې کوي او داړي يې.
ده ويلي په افغانستان کې د امنيت د تامين په برخه کې تیار دی چې مرسته وکړي، او د هغه زخمیانو چې په وروستیو پېښو کې ژوبل شوي درملنې کولو ته هم تيار دی.
د ايران ولسمشر ابراهيم رييسي په خپلو خبرو کې اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي د افغانستان حاکمان د دې مسولیت لري چې د وروستيو پيښو عاملين په ګوته او مجازات يې کړي.
هغه له تالبانو غوښتي چې د هغه وږيو ليوانو مخنيوی دي وکړي چې پر افغان ملت او شعيه ګانو باندې بريدونه کوي.
د افغانستان دوه لوی ښارونه کابل او مزارشريف د دوه سترو چاودنو شاهدان ول، لومړی کابل کې پر دوه ښوونيزو مرکزونو چاودنې وشوې چې سلګونه شعيه هېوادوالو ته چې ماشومان هم پکښي شامل مرګ ژوبله واوښته ورپسې په مزارشريف کې پر يو مسجد کې چې د شعيه هېوادوالو وو، چاودنه وشول او هلته هم سلګونه کسان ژوبل او ووژل شول د دې دواړو چاودنو مسولیت د داعش خراسان ډلې پر غاړه واخیست چې له هغه وروسته په دې اړه زيات غبرګونونه راپورته شول او تالبانو ته وويل شول چې باید د خلکو امنیت تامین کړي.
تراوسه پوري په دې هکله تالبانو څه نه دي کړي خو دوه ورځې مخکې يې اعلان وکړ چې د مزارشريف د برید طرحه کوونکی يې نيولی او لاهم د دوی پلټنې روانې دي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

instagram volgers kopen volgers kopen buy windows 10 pro buy windows 11 pro