The news is by your side.

ملا يع قوب: پاکستان ته مې حوصله وکړه دويم ځل تيروتنه نه منم

خبريال ویب پاڼه/ ملا يع قوب مجاهد نن د ملا عمر اخند د مړينې نهم تلین کې وویل چې موږ به زياتو ستونزو سره لاس او ګریوان يو نړۍ کو هم نه پريږدي او ګاونډيان هم پاکستان پر خوست او کونړ بريدونه وکړل او بې ګناه کسان يې ووژل پر دې موضوع مو د ملي مصلحت له لوري زغم وکړ خو دويمه تيروتنه نه منو.
پاکستان په خورا سپين سترګي د افغانستان عام وګړي شهيدان او بې کوره کړل خو د تالبانو وياند د پاکستان دا عمل يوه تيروتنه وبلله او د بیا تکرار په وجود کې يې ګواښ وکړ.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازو لۍ د د ې بنسټ امنیت شور ا ته رسمي شکایت له پاکستان څخه وکړ خو تالبان په دې موقف کې نه دي او نه هم ول زياتو افغانانو د پاکستان له بريدونو وروسته ملا یع قو ب ته اواز کړ خو دا ږغ په کلي توګه سره خاموش وو، او ايله نن يې سکوت مات کړ او پاکستان ته يې ګواښ وکړ.
تالبانو له دې بريدونو وروسته د پاکستان سفیر احضار کړ خو کله چې د احضار مراسم وکتل شول نو داسې مالومېده لکه منصور خان چې متقي سره رسمي او احساني ليدنه لري.
متقي د تالبانو کابينه کې هغه وزير دی چې خلک ورباندې پاکستان ته د لويي ژمنتيا ګوته نيسي او له هغوی څخه غواړي چې دې مهم وزارت ته مستقل او وړ سړی راولي.
په تيرو څلويښتو کلونو کې به دا لومړی ځل وي چې پاکستان پر افغان خاوره مستقيم يرغل کوي او بې ګناه ملکي کسان چې زياته برخه يې ملکي کسان وو په شهادت رسوي خو دومره هيڅوک پيدا نه شو چې دوی ته ووايي چې ولې داسې ګوئ
تراوسه پوري خلک د یعقوب په اميد ناست وو خو د هغه تګلاره هم يوازي پر ګواښ ودريده.

Comments are closed.