The news is by your side.

پاکستانۍ الوتکې بيا د افغانستان خاورې ته په غرور ننوتلې يع قوب چيرته دی

خبريال ویب پاڼه/ دا ځل د پاکستان هدف ننګرهار او بياهم کونړ ولايتونه ول، چې د ننګرهار پر ګوشتې او کونړ پر خاص کونړ او سرکاڼو ولسوالیو ګرځيدلې ولې چې دوی کوم بريد کړی يانه جزيات په لاس کې نشته.
ملا يعقوب صاحب ته دي وويل شي چې دا يې د پاکستان سپين سترګي بيا تکرار ته به څه وکړې که اوس هم ملي مصلحت دی؟
د تالبانو د دفاع نومول شوي وزير ملا يع قوب مجاهد په خپلو څرګندونو کې وويل تير ځل پاکستان د افغانستان پر خاوره بريدونه وکړل نو دی د ملي مصلحت له امله چه پاتي شو او هرڅه یې وزغمل خو بل ځل به د بيا تکرار په صورت کې پاکستان ته وښيي چې له سېره څو پخيږي خو اوس تازه د رسنيو د راپورونو پر اساس پاکستان يو ځل بيا په ډيره سپين سترګي د ننګرهار او کونړ ولايتونو باندي د جيټ الوتکو څو پروازونه کړي او تالبانو ته یې ښودلې چې پروا يې نلري.
يو شمېر افغانان او د نظر خاوندان وايي که د مليتوب دعوا کوي تالبان بايد تر دې مهمو ملي مسايلو ته لومړيتوب ورکړي او هيڅ کله دي پاکستان ته د ملي مصلحت له زاويې نه ګوري.
پاکستان په خپلو وروستيو بريدونو کې چې په خوست او کونړ ولايتونو کې یې ترسره کړل سلګونه عام افغانان چې پکښې ښځې او ماشومان هم شامل وو، شهيدان او ژوبل کړل تالبانو په همهغه دستي اعلاميه خپره کړه او دا یې يوازي تيروتنه وبلله.
عام افغانان وايي په داسې مسايلو کې هيڅ ملي مصلحت ته اړتيا نشته کوم هېواد چې تيری کوي بايد دستي همدغسې ځواب ورکړل شي او بيا پاکستان ته هيڅ ساه هم ونکړل شي
پاکستان د تاريخ په اوږدوکې کله چې دلته لاس پوڅي حکومتونه واکمن شوي په بې شرمه توګه يې د افغانستان پر حريم تيری کړې او خپلې شومې موخې يې لټولې

Comments are closed.