The news is by your side.

شاري بلوچ کراچۍ کې استشهادي برید وکړ

خبريال ویب پاڼه/ بلوڅ ملتپالو له ډيره وخته د خپلو حقونو د لاس ته راوړلو لپاره وسله واله مبارزه پیل کړې.
بلوڅي خويندي هم د خپلو وروڼو سره اوږه په اوږه ولاړې او دا دی نن شاري د خپل قوم د هوساينې او ظالم مستبد پاکستان ته د درس ورکونې لپاره له خپله سره تيره او په ویاړ سره يې استشهادي برید وکړ.
د راپورونو له مخې ويل کيږي چې نن کراچۍ ښار پوهنتون ته نژدې د چينايانو انستیتوت ته څېرمه یو موټر په نښه شوی او استشهادي برید پرې شوی چې له امله يې درې چينايان او یو پاکستانی هلاک شوي.
د دې بريد پړه د بلوڅ آزادي غوښتونکو پر غاړه اخیستې او د زیاتې مرګ ژوبلې دعوا یې کړې ده.
دا ډله ادعا کوي چې دا ویاړ يوې بلوڅي ميرمنې ترلاسه کړی او د هغې انځور يې هم خپور کړی دی، دوی ویلي چې دا يې د نويو بريدونو له لړۍ يو دی او خپلو نورو بريدونو ته به هم زور ورکړي.
بلوڅ ملتپال جګړه ځکه کوي چې دوی ادعا لري د پاکستان ظالم پوځ يې په سيمه کې طبعي زېرمې سپړي چې اصل د دوی حق کیږي خو د دوی ولس ته نه ورکول کيږي.
چين بیا په دې سیمه کې د يوې لويې اقتصادي چې د چين او پاکستان دهلېز بلل کیږي مقصر ګڼل کېږي ځکه نو بلوڅان ور باندې بریدونه کوي
بي ايل اې او ټي ټي پي
ټي ټي پي او بي ايل اې هغه وسلوالې ډلې دي چې په پاکستان کې يې د هغوی د عسکرو او دولتي کارکوونکو خوبونه ارام کړي او له ډاره يې هيڅ هم نه شي کولای دا ډلې وايي موږ به تر ازادۍ پوري خپلې وسلوالې مبارزې ته دوام ورکو او پاکستاني عسکر او دولتي کارکوونکي به ورته وژنو ترڅو چې پر لار کيږي او يا له دې ليکو تښتي

Comments are closed.