داعش له خواجه غار څخه د تاجکستان پر خاوره راکټي برید کړی

خبريال ویب پاڼه/ داسې ښکاري چې د يوې نوې موضوع او جګړې د پيل پړاو پیلیږي دا ګواښ به يوازي روسيې ته متوجې وي داعش غواړي چې په داسې بريدونو سيمه ييزه ويره خوره کړي.
داعش غواړي د يوې نوې جګړې پيل لپاره ځان پياوړی و ښيي او هدف یې يوازي له افغانستانه د نورو هېوادونو تهديد کول دي.
رسنيز راپورونه وايي چې داعش ډلې د‌ افغانستان تخار ولايت خواجه غار ولسوالۍ څخه د تاجکستان هېواد پر سرحدي سيمو راکټي برید کړی او اوس يې مسوليت هم داعش ډلې منلی.
که څه هم داعش لا په افغانستان کې په په ګواښ نه دی بدل شوی خو تازه هڅه کيږي چې تالبان کمزوري وښودل شي او د دوی هغه ژمنه چې د افغانستان خاوره به د هيڅ هېواد پر ضد استعمال نه شي تر پوښتنې لاندې راولي.
آمريکا روسيې او يو شمېر نورو هېوادونو په افغانستان کې د نا امنیو زياتيدو او همدارنګه د داعش ډلې د پياوړي کيدلو په هکله اندېښنې ښودل شوې او ويلي يې دي افغانستان کې به داعش ډله قوي او احتمال شته چې له افغانستانه پر نورو هېوادونو بريدونه وکړي، له دې سره سره چې داعش ډلې په تاجکستان کې بريدونه کړي په پاکستان کې یې هم د بريدونو پړه پر غاړه اخيستې.
داعش ډله په لومړي صف کې د تالبانو په وړاندې لوی ګواښ بلل کيږي ولې تراوسه پورې تالبانو ويلي چې دا ډله په افغانستان کې ځپل شوې او هيڅ فزيکي شتون نلري خو بيا پوښتنه داده چې د تاجکستان پرخاوره دا بريد چا وکړ؟ پر ښوونيزو مرکزونو او مسجدونو وروستي بريدونه چا وکړل؟

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More