The news is by your side.

د اتلې هيلې شعري ټولګه په برتانيه کې له چاپه راووتله

خبريال ویب پاڼه /د هېواد د نامتو شاعراو ليکوال ډاکټر محمداکبر، اکبر نوې شعري ټولګه چې ”اتلې هيلې“ نوميږي په برتانيه کې د CPI له لوري چې يوه برتانوۍ مطبعه ده چاپ شوه.
کتاب له دووسوو ډېر مخونه لري چې لويه برخه ېې د ډاکټر محمداکبر اکبر شعرونه دي خو د کتاب ښکلا يواځې د کتاب په شعرونو او تر غزلو اخوا د څلوريزو، قطعو، نظمونو او ازادو شعرونو د بېلابېلو ډولونو په ليکلو کې نه ده بلکې کتاب په نوو فکري مفاهيمو سنبالې خوږې ادبي ټوټې لري ورسره په پښتو ژبه کې د ماشومانو د پاره د يوه کارټون فلم سکرېپټ، او د سټېج د پاره ليکل شوې داسې ډرامه يا لوبه هم شته چې په يوه وخت په رېډيو او ټلېويژن دواړو کې لوبېدلى او ريکارډ کېدلى شي. همدارنګه کتاب د نامتو جرمني فلاسفر ”نيچې Nietzsche“ په کتاب Thus Spoke“ Zarathustra“ باندې يوه څېړنيزه ژوره کتنه هم په خپلو پاڼو کې رانغښتى ده.
د ليکوال سريزه چې د ده د شاعرۍ تر شا د دوى فکري تومنه راسپړي د ښاغلي دروېش دراني او ښاغلي پير محمد کاروان د خوږو ليکنو سره په کتاب کې شوې شاعري لا ژوره او هر اړخيزه څېړي او کتاب په لا درندو کاڼو تلي.
خو تر دې ټولو خبرو اخوا، په برتانيه کې په دومره ښکلي ډول د پښتو شاعرۍ د کوم کتاب چاپېدل به، بې له څه شکه د لوېديځ ميشتو پښتنو ليکوالانو او شاعرانو هغه تخنيکي او چاپيزې ستونزې ور لږې کړي چې له افغانستان يا پښتونخوا نه د لرې والي له امله ورسره مخامخ دي.
په برتانيه کې د کتاب د چاپولو بل ښه والى دا دى چې اوس به ”اتلې هيلې“ ژر تر ژره د يوه اي بک ebook په بڼه هم خپور شي او دا به په نړيواله کچه د پښتو کتابونو خپرولو ته يوه نوې، پراخه او ژر رسې لاره چې پښتو کتابونه پرې تر هر چا او هر ګرځنده ټلفون او کمپيوټره رسي – پرانيزي. په دې ډول ډاکټر محمداکبر دا هم غواړي چې د کتاب له هر ډونلډه تر لاسه شوى لږ تر لږه يو ډالر يا يو پونډ يا پنځوس افغانۍ او يا د همدې بيې انډوله بله کومه کرنسي به د کتاب د بيې په توګه يوه داسې فنډ او بېنکي حساب ته ځي چې هغه حساب ته ورغلې ټولې پېسې به د پښتنو ليکوالو او شاعرانو د کتابونو د چاپولو او د هغوى سره د روکې مرستې په ډول کاريږي او په دې ډول به د يوه داسې نوي فنډ د بنسټ تيږه کېښودل شي چې ټولې پېسې به ېې د پښتو ليکوالو، شاعرانو او نوو پښتو کتابونو سره د مرستې د پاره کاريږي.
نو دادى د ”اتلې هيلې“ د شعرونو کتاب خپور شو او ژر تر ژره به ېې ډاکټر محمداکبر ”اکبر“ د خپلې شاعرۍ مينه والو ته د اي بک ebook په بڼه هم وړاندې کړي.
وحې د فکر په اکبر راغله
خو چا منلو چا نه منلو

Comments are closed.

koi finance