د هلمند والي سادات ته: داسې به دي وځغلوم لکه مخکې چې مې ځغلولی وې

خبريال ویب پاڼه/ د تالبانو له لوري د هلمند والي ملا عبدالحد په خپلو تازه څرګندونو کې جنرال سمیع سادات ته ګواښ کړی چې د مقاومت له خبرو لاس واخلي او ځان سم کړي.
عبدالحد وويل سادات د څو هېوادونو په مرسته ونه توانيده چې وجنګیږي نو اوس به څه وکړي.
جنرال سمیع سادات د تير حکومت په دوره کې د پوځ د ليکو برجسته قوماندان او په پوځي برخه کې یې لوړ مسوليتونه ترسره کړي.
سادات په وروستیو کې هلمند کې د پوځ د ۲۱۵ ميوند قول اردو قوماندان او د سقوط په درشل کې د کابل د ټولو نطامیانو عمومي قوماندان وټاکل شو.
ده په دې وروستيو کې د تالبانو په وړاندې د جګړې د بيا پيل خبر ورکړی د تيري روژې مياشت کې سادات په خپلو مرکو او بيانونو کې ويلي چې د تیر حکومت ټول سرتيري منسجم کوي او د تالبانو په مقابل کې به جګړه کوي.
هغه له خپل دې بیان وروسته له رسنيو سره هم زياتې مرکې وکړې او په هغه کې يې هم پر دې ټينګار وکړ چې د تالبانو په وړاندې يوازني د حل لاره جګړه ده چې باید دوی او د تير حکومت سرتیري یې ترسره کړي.
د جمهوريت له سقوط وروسته سادات هم د نورو پوځي او ملکي مشرانو په څېر له هېواده پښې سپکې او وتښتېد د خلکو انتقاد دادی چې ولې هغه مهال چې د سادات او حکومت په واک کې هرڅه ول مقاومت يې ونکړ خو اوس چې يې هرڅه له لاسه ورکړي سادات د بیا جګړې او تالبانو ځپلو خبره کوي چې بیرته به هیڅ امکان ونلري.
د تير حکومت له پوځیانو څخه يو یې سادات دی چې د بیا جګړې په هکله ږغيږي ولې نور يې وايي چې په افغانستان کې د جګړې د بيا پيل ملاتړ نکوي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More