استاد مرهون هند کې د استادانو په يوه سيالۍ کې لومړی مقام وګاټه
خبريال ویب پاڼه/ د کابل پوهنتون استاد محمود مرهون په هند کې د استادانو په هغې ازموينه کې لومړی مقام وکاټه چې د اسلاميه پوهنتون له لوري په لاره اچول شوي وه.
استاد محمود مرهون لومړنی افغان استاد دی چې په هندوستان کې د هندي استادنو ترمنځ په سيالۍ کې لومړی مقام ګټي.
ښاغلی مرهون له تیر کال راهسی په هندوستان کې د خپلي دوکتورا لپاره په څيړنو بوخت دی. استاد مرهون تر دې مخکې په کابل کې د يوه فعال استاد په توګه د افغان ځوانانو په خورا مينه روزل.
د استاد مرهون په ياده لاسته راوړنه ټول افغانان خوشاله دي او د ښاغلي مرهون ياده لاسته راوړنه د ټول هيواد لپاره يو ستر وياړ بولي.
سمع هاشمي په خپله فسبوک پاڼه د خوشال بابا له دې بيت سره څه داسې لیکې.
چې دستار تړې هزار دي
د دستار سړي په شمار دي
ښاغلی هاشمي وړاندي لیکي چې استاد محمود مرهون د ټول افغانستان وياړ دی د هغه ياده لاسته راوړنه د ټولو افغانانو لپاره يو ستر وياړ بولي.
زين الله ځدران بیا استاد مرهون ته د مبارکۍ تر څنګ ليکي هغه څوک چې افغانان د جنګ او.جګړې خلک بولي استاد مرهون يې ښه ځواب ويلی .
ځدران وړاندي لیکي موږ)(افغانان ) هر څه کولای شو د علم او پوهې په هر میدان به لومړی مقام ګټو خو که مو د نړۍ ستر تره هګر ژوند کولو ته پريږدي.
خپله استاد محمود مرهون بيا په خپله فسبوک پاڼه په ځان د پوره ویاړ او باور په توګه لیکي(( خوند نو هلته کوي چې په بېګانه هيواد کې هم خپله اول نمره ګي سړی وساتي))
استاد محمود مرهون نه يوازي په استاد دي مصروف دی بلکي په روانو حالاتو هم ژور نظر ساتي له کله چې ت البان په افغانستان واکمن شوي استاد هم د نورو لوستو افغانانو په څير د تا ل بانو غیري معقولي پریکړي غندي او د هغوی په وړاندي يې خپل غږ.اوچت کړی.
باید وويل شي چې استاد مرهون نه يوازي د تا لب انو په منفي کړنو نیوکه کوي بلکي په جمهوريت کې هم د افغانانو په ننګ د حکومت په خلاف خپل غږ.اوچت کړی دی.
Comments are closed.