The news is by your side.

يو تن ديني عالم له نصواريانو ښځه طلاق اخسيتی شي

خبريال ویب پاڼه/ په يوه ټلويزيوني خپرونه کې يو تن ديني عالم د تالبانو هغه فرمان ته په غبرګون کې چې افغانې ښځې به حجاب مرعتوي وويل اسلام ښځو ته پر نارینه وو، هم حقوق ورکړي او ان ښځه داسې لا هم کولای شي که یې چیرې د ميړه د خولې بوی ځي یاهم نصوار کوي کولای شي اا ته شکايت وکړي او طلاق واخلي چې دا طلاق يې صحيح هم دی.
تالبانو په وروستي فرمان کې په افغانستان کې پر ښځو باندي د ټول بدن پټول چې دوی ورته حجاب وايي اجباري کړ چې پرمهال يې سخت غبرګونونه راپورته شول د بخښنې نړیوال سازمان امريکا ملګري ملتونو او يو شمېر نورو هېوادونو وويل چې دا ښکاره پر افغان ښځو ظلم او د هغوی د زنداني کيدلو په معنی ده د امريکا د بهرنيو چارو وزارت څرګنده کړه چې د تالبانو وروستی فرمان به له کابل سره د نړۍ اړیکې سختې اغېزمنې او زیانمنې کړي.
تالبان که څه هم د رسميت په لټه کې دي خو په مقابل کې يې هغوی داسې کړنو ته لاس اچولی چې کولای شي د افغانستان راتلوونکی او د تالبانو بقا په خطر کې واچوي.
تر اوسه تالبان لاهم پر خپله خبره ولاړ دي او وايي چې نوره نړۍ دي د افغانستان په کورنيو چارو کې لاس وهنه نه کوي.
تالبان د اتو میاشتو په تیریدو سره لاهم نه دي توانیدلي چې د نړۍ د يوه هېواد رسميت هم ترلاسه کړي، دوی هيله مند دي چې د نړۍ روان تعامل به په رسميت بدليږي ولې نړۍ بیا شک کوي چې تالبان خپلو تعهداتو ته ژمن نه دي او پرې باور نه دی په کار ، د تالبانو دا لومړی فرمان نه دی چې نړۍ یې وارخطا او شکي کړې ده هغوی د نجونو د زده کړو مخنیوی هم کړی او بار بار يې بیا اعلان کړی چې دوی د نجونو زده کړو ته ژمن دي ولې تراوسه ښوونځي پيل شوي نه دي

Comments are closed.