The news is by your side.

راځه چې کلي ته ښکاره شو

خبريال ويب پاڼه/ بده به نه وي که ځينې خبرې هېرې نه شي او نه يواځې داچې هېرې نه شي بلکې ديوه حق په توګه پرې ټينګار هم وشي.
رشتينې خبره خو داده چې يواځې په افغانستان کې نه بلکې د نړۍ په هېڅ ځاى کې جنګ ښه شى نه دى او جنګ نه يواځې داچې د هر مدني ارزښت د ښمن دى بلکې رشتيا وينا او رېشتينې خبر د جنګ لومړنۍ ژوبلې دي او جنګونه نه يواځې داچې د مدني ارزښتونو، رشتياو او رشتينو خبرونو په نومونو ژوبلې لري بلکې دا ېې لوېې ژوبلې هم نه دي لويه ژوبله خو ېې بله ده چې ولس نوميږي که دا د کندهار ولس وي که د کابل، که د هلمند وي او که د پنجشېر يا ننګرهار او تخار او يا د يوکرېن، يمن او عراق !!
نو ځئ لاسونه پورته کړو او له لويه خدايه وغواړو چې کاش له افغانستانه او د ځمکې له ټوله مخه د انسان په ځاى د جنګ جنازې وځي او د سولې او امن ناوې هر ښار، هر کلي او هرې سيمې ته د خېر او ولسي پرمختګ په ډوليو کې راوستل شي.
اوس تر دې دعا وروسته راځئ د وروڼو غوندې ځينې خبرې ومنو او حسابي ېې ومنو ځکه چې وروري هم له حسابه پرته نه کيږي.
که د ايران هغه مشران چې په خټه ترک يا کرد يا د نورو ايراني لږکيو خلک دي له خبرو او سوچه واخله تر خوبه پورې هر څه په فارسي کې ويني او وايي او لولي ېې، او هر څه زغمي خو د ايران ګډوډي او تاوان نه زغمي او که پښتون عمران خان، د پاکستان ملي ژبه اردو د اردو ژبو غوندې پالي يا تر اردو ژبو ېې لا ښه او لا درنده پالي، او په پاکستان او د پاکستان په نظريه ېې له زړه نه ايمان راوړى دى او که د هندوستان لومړى وزير ګجراتى نرېندر مودي تر ګجراتۍ ژبې هندي ژبه ښه وايي، او ”هند، د هند يو والى او هندويتا“ تر هر څه لوړ او سپېڅلي بولي او که ايرلېنډى جان اېف کېنېډي تر ايرېشئ ژبې په انګرېزئ ژبې ښه پوهيده ځکه چې انګريزي د امريکې لومړنۍ ژبه ده ( د دې سره چې د هسپانويانو ښه لوى توکم هم په امريکه کې پروت دى) او تر جېکولين کېنېډي پورې ورته هېڅ شى تر امريکې ډېر ګران نه وو او همدا حال د روسيې سره د مينې په لړ کې د ګرجي سټالېن هم وو نو د افغانستان لږکي لکه د نورې نړۍ د لږکيو ولسونه دا دود ولې د پښتو ژبې او د افغانستانه سره نه پالي او يا نه ېې شي پاللى؟
دا ګرمه د چا ده ؟؟
تر دې دمه د افغانستان د راغلو دولتونو او دولتي چارواکو؟؟
که د افغانستان د ډېرکي توکم او اکثريت پښتانه ولس او که نه د افغانستان د لږکيو تاجکو، هزاروو وروڼو او نورو؟؟
ياد ساتئ که دافغانستان ډېرکيو او لږکيو دواړو خپل خويونه بدل کړل او ملي ژبه پښتو همداسې تاجک توکم او تاجک ساهو ولس او دري ژبو مشرانو وپالله لکه څنګه چې د لوېې لومړنۍ ملي ژبې پښتو حق دى او لکه څنګه چې د ګاونډيو او لرو پرتو هېوادونو توکميزو لږکيو خپلې لوېې ملي ژبې درندې ګڼلي او پاللي ېې دي – نو بيا به په هم هغه ورځ د تاجکو يا بل کوم ساهو افغان لږکي ټبر سياسي مشر يواځې د هغوى سياسي مشر نه وي بلکې بيا به ترې د افغان هر بچې راتاو شي، ستر به ېې کړي وبه ېې پالي او بيا به ټول ولس په داسې مشر باور هم کولى شي، خو اوس ېې پرې نه کوي او نه ېې پرې کولى شي خو که د افغانستان يو والى او د پښتو لومړنۍ او لويه ملي ژبه ېې له زړه نه ومنله او سمه، قانوي او درنده ېې ومنله نو بيا به پرې ولسونه که هغه پښتانه وي که تاجک يا هزاره، پشه ېي، بلوڅ او ازبک، ټول د لوى ملي ملاتړ د پاره را ټوليږي، نو ځئ د افغانستان ساهو لږکيو لږه خو ېې وازماېئ او وګورئ چې که داسې ونه شول نومونږه پړه شو او تاسو وړه:
په ليونو سپو ته راتېر شه
په خونړو چړو به زه درشم مينه
خو که داسې ونه شول نو هم به پښتون د افغانستان د ډېرکي او اکثريت په توګه تاوان کوي او هم به د افغان لږکيو ساهو توکمونه تاواني شي او لا به بد بد تاواني شي. جنګ به روان وي ملي وحدت به د ليونو خوب وي چې ”را به شي ډېر، خو د راتلو سره ځي“ !!
همداسې به کړېږو او همداسې به په خپلو وينو د لړلي تاريخ پروني درسونه نن هم لولو او سبا هم!!
ډاکټر محمداکبر اکبر

Comments are closed.