رحمت الله نبیل هم د تالبانو ضد جبهه جوړوي

خبريال ویب پاڼه/ د دې جبهې به هم ټوپکوالي وی؟ تراوسه پوري جزیات نشته ولې يو شمېر رسنیزې سرچينې خبر ورکوي چې د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رييس رحمت نبيل په دې لټه کې دی چې د تالبانو پر ضد ډله جوړه کړي تراوسه پوري په رسمي ډول څه نه دي ويل شوي.
جزيات وايي چې د دې حرکت څخه هدف دادی چې د تالبانو ضد څېرې تر يو چتر را ټول او بیا خپل فعاليت وښيي.
د تالبانو په وړاندې تازه په تازه د ډيرو حرکتونو راپورونه ورکول شوي یو شمېر کسانو وسلوالې او يو شمېرو بیا سياسي مبارزې پيل کړې.
که څه هم تالبانو تراوسه پوري د دې جهبو او د دوی په وړاندې دي د حرکتونو پروا نه درلوده خو اوس تازه په تازه دوی پوی شوي چي هم وسلواله او هم سياسي مبارزه د دوی په وړاندې تاوان رسولی شي.
د افغانستان په شمالي ولایتونو کې دا مهال د تالبانو په وړاندې وسلوالې مبارزې پيل شوې چې د دوی د مالوماتو پر بنسټ یې دواړو لورو ته مرګ ژوبله هم اړولې له هغه ځايونو څخه بیا داسې راپورونه چې ګواکي د خپلو مخالفانو په نوم تالبانو ملکیان وژلي هم راپورونه ورکول شوي خو تالبانو بیا دا راپورونه رد کړي، که چيري د تالبانو ناسمې پالیسۍ دوام وکړي نو د‌ رحمت نبيل جبهه به وروستۍ نه‌ وي او هرڅوک چې څه کولای شي د‌ تالبانو په وړاندې به دریږي.
تراوسه د‌ رحمت الله نبیل له طرفه موثقو سرچینو نه دي ويلي او نه هم خپله نبیل په دې اړه کومه څرګندونه کړې.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More