The news is by your side.

کندهار ته د پاکستاني چارواکو او ط/لب مشرانو پټ سفر

خبریال وېبپاڼهط/لب سرچینو خبریال وېبپاڼې ته وویل چې نن یکشنبه د مۍ میاشتې (۱۷) د ملایعقوب په مشريیو پلاوی به نن په کندهار کې د پاکستانيچارواکو سره په یوه غونډه کې ګډون وکړي. 

ددې پلاوي سره هم ماله د یوه پاکستاني استخباراتي هیت د رات خبرهم ورکړل شوی دی. 

په ط/لب پلاوي کې ښاغلی یعقوب، ښاغلی دلاور، ښاغلی خیرخوا،ښاغلی حمیدالله او ښاغلی متقي شامل دي. 

د پاکستاني‌ استخباراتي پلاوي‌ نومونه نه دي په ډاګه شوي. 

سرچینې خبریال وېبپاڼې ته وول چې د پاکستاني پلاوي راتګ په افغانستان کې د بلوڅ آزادي غوښتونکو او ټي ټي پي د وسله والو د مخنیوي هڅه بلل کېږي؛ خو هم مهاله د ط/الب چارواکو غوښتنه ده چې پاکستان د افغانیو په چاپ کې مرسته او کومک ورسره وکړي. 

پاکستانی پلاوی په داسي‌وخت کې افغانستان ته پټ سفر کوي‌ چې د هیواد په بیلا بیلو سیمو کې جګړه توده شوې او افغانستان له اقتصاديبهران سره لاس او ګریوان دی. 

تر اوسه افغانستان ته د پاکستاني پلاوي‌ د رات په تړاو ط/لبانو رسما څه نه دي‌ ولي خو په تېر کې دا ډول خبرونه دوی همېشه پټ ساتلي‌ دي.‌

Comments are closed.