The news is by your side.

تالبانو په کابل کې (۱۶) ځوانان او مېرمنې نیولې دي

خبریال وېبپاڼهتالبانو په پلازمېنه کابل کې پر خوړنځایونو د چاپو وهلو په ترڅ کې لږ ترلږه (۱۶) نارینه او ښځینه نیولي دي. 

پر نیول شویو کسانو تور دی چې په ناقانونه توګه رستورانت ته د خوراک لپاره تللي وو. 

د تالبانو د قانون له مخې هلکوان او نجونې چې نکاح یې نه وي شوې یا خور او ورور نه وي نشي کولای چې په رستورانټ کې یوځای ډوډۍ وخوري. 

خبریال وېبپاڼې ته د ورکړل شویو معلوماتو له مخې تېره شپه د بهارسراب رستورانت د تالبانو د یوې مذهبي ډلې له لوري چاپه وهل شوې چې (۱۶) کسان یې نیولي دي. 

په رسټورانټ کې موجود یوه کس خبریال وېبپاڼې ته وویل چې په نیول شویو کسانو کې خور او ورور او هم دا راز ښځه او خاوند هم شامل دي. 

که څه هم تالبان نه مني چې دوی دي داسي‌کړنې وکړي خو په لویه کې د خپلو امرینو امر نه مننونکي تالبان په یو او بل نوم خلک ځوروي او داسي کړنې یې دوام لري. 

تر اوسه تالبانو په دې تړاو هیڅ نه دي ویلي خو تر دې وړاندي بیا بیا ددوی له لوري ورته کړنې شوې دي. 

Comments are closed.