The news is by your side.

په ویانا کې د افغان سیاسیونو غونډه و ځنډېده

خبریال وېبپاڼه – ټاکل شوې وه د مې میاشتې له ۱۹مې تر ۲۱ مې د اطرېش پلازمېنې ویانا کې د محمد یونس قانوني په مشرۍ د افغان سیاسیونو ترمنځ یوه لویه غونډه جوړه شي.

غونډې ته استاد سیاف، کریم خلیلي، محمد محقق، احمدضیاء مسعود، صلاح الدین رباني، عطامحمد نور، رحمت الله نبیل، تادین خان، فضل احمد معنوي، احمدولي مسعود؛ احمد مسعود او ګڼ نور سیاسیون ور بلل شوي وو.

د غونډې یو ور بلل شوي برخوال خبریال وېبپاڼې ته وویل چې غونډه د ځینو معلومو او ځینو نامعلومو د لایلو پر بنیاد ځنډېدلې ده.
یو معلو دلیل د ځینو سیاسیونو د سفر مشکلات او بل د لیل په ناببره توګه د افغانستان د ملي امنیت د پخواني مشر رحمت الله نبیل له لوري په ناببره توګه د ګوند اعلانېدل ښودل شوي دي.

داسي خبرې هم کېږي چې غونډه د افغانستان د سولي د عالي شورا د پخواني مشر ډاکتر عبدالله عبدالله په غوښتنه ځنډېدلې ده. که څه هم ډاکتر عبدالله عبدالله لا د اختریزي رخصتي له کبله بېرته هیواد ته نه دی ستون شوی او په هند کې دی؛خو ښایي د دې غونډې په تړاو مهم نظریات ولري.

د غونډې یو بل ور بلل شوي برخه وال چې نه غواړي نوم یې خپور شي خبریال وېبپاڼې ته وویل چې په ویانا کې ددې ناستې د جوړولو زمینه په اطریش کې د تیر حکومت سفیرې منیژې باختري او د یونس قانوني ورور چې د سفیرې مرستیال دی، برابره کړې وه.

یونس قانوني ته نېژدې سرچینې خبریال ډاټ کام ته وویل چې ښایي غونډه پر ټاکلي وخت ونه شي؛ خو دا غونډه شونې ده او لسګونه مشهورو افغان سیاستوالو پکې د ګډون بلنه منلې ده

Comments are closed.

koi finance