The news is by your side.

داودزی د ولسمشر استازی که د ت.البانو ویاند

خبريال ويب پاڼه /د سولې په چارو کې د پرځول شوي ولسمشر اشرف غني ځانګړی استازی او په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر محمد عمر داودزی په رسنيو کې داسې خبري کوي، چې ګواکې د ت. البانو ویاند دی.

ښاغلي عمر داودزي نن ورځ د امریکا غږ اشنا تلويزون په اتصال خپرونه کې د ت.البانو داسې ملاتړ کاوو چې فکر کيده ښاغلی داودزي د سياسي شنوونکي په حيث نه بلکې د ت. البانو د يوه وياند په توګه خبري کوي.
د يوې پوښتنې په ځواب کې چې آيا د ت. البانو په لیکو کې اختلاف شتون لري کنه؟
عمر داودزی د ت.البانو په لیکو کې اختلاف په کلکه رد کړ او زياته یې کړه چې ډالبان تر يوې رهبرۍ او يوه چتر لاندي دي د هغه په خبره څوک چې وایې د ډالبانو په لیکو کې اختلاف شتون لري دا هسې د رسنيو اوازي دي خو حقيفت کې بيا داسې څه شتون نه لري.

ښاغلي داودزي په ياده نيم ساعته خپرونه کې تر پايه د ډالبانو په ملاتړ خبري وکړي او ت.البان يې د يوه قوي حکومت په توګه ياد کړل.
حال دا چې ډيرو ت الب لوپوړو سرچينو رسنيو ته منلي چې په ت.البانو کې اختلافات په ډیرو دي او ددې امکان هم شته چې ياد اختلافات ددوي ترمنځ په جګړه بدل شي.

د ښاغلي داودزي خبرو د ګڼ شمیر افغانانو غبرګونونه رپارولي دي
په ټولنيزو رسنیو کې فعال حامد خاکسار داودزي ته په کنايې سره وایې : چرګه زموږ ده خو هګۍ د ګاونديانو کره اچوې.
خاکسار وړاندي زیاتوي : دا هغه عمر داودزی دی چې د جمهوریت له برکته يې حيثت او شخصت درلود د افغانستان د استازی په توګه په پاکستان کې استازی وو.

ګلاب مجروح بیا پر خپله فسبوک پاڼه لیکې د جمهوريت په مزو مست او اوس بیا د امارت ډزو ته ناست دی ښاغلی مجروح: داودزی ته د پیغور په پار لیکې له مظلومو افغانانو وشرمیږه! د هغو شهيد شويو سرتيرو له وینو وشرميږه چې د جمهوریت او ستاسو دوه مخو په دفاع کې شهيدان شول .

همت قانع بيا لیکې : داودزی مه ګرموئ ، هغه خوارکی ملامت نه دي چې د ت.البانو ملاتړ وکړي ځکه نيمایې سرمايه يې په افعانستان کې پاتې او د خپلو شخصي ګټو له خاطره مجبوره دی چې د هغوی هر څه ته سم او هره کړنه يې وستايې ځکه داسې خلک خو نه مخکي د ملت لپاره لګيا وو نه اوس.

بايد وويل شي د ت.البانو له واکمنيدو وروسته ډیر هغه سياسي څيرې چې ځانونه يې د جمهوریت مدافع بلل خو اوس د ت.البانو په خواخوږو بدل شوي.

Comments are closed.