پاکستان د نوي بحران پر غاړه
خبريال ویب پاڼه/ له هغه وروسته چې د تحریک انصاف په مشرۍ د عمران خان له واکه د لرې کیدو په وړاندي د پاکستان پارلمان راپورته شو او هغه يې له واکه لري او پر ځای يو يې له بيلا بیلو ګوندنو جوړ د شهباز شریف په مشرۍ نوی حکومت رامنځته شو ددې هيواد سياسي اوضاغ خورا کړکيچنه شوه.
د نوی حکومت پر وړاندي د سياسي ناندريو سره، سره بې شمیره خنډونه پراته دي.
د دې هیواد تر ټولو لويه ستونزه ترینګلی اقتصادي وضعت او د توکو د بیو ګراني ده چې پاکستاني وګړي يې سخت غوسه کړي او هره وخت يې پر وړاندي لاریونونه کوي.
د درنو پورنو له امله د پاکستان اقتصاد ورځ په ورځ مخ پر ځوړ روان دی او ددې هیواد پولې کرنسې د تاريخ تر ټولو ټيټې کچې ته رالويدلي ده.
نه يوازي دا بلکې دا هيواد له سختې تندلارۍ سره مخ ده هغه تند لارۍ او تره ګري چې په رامنځته کولو کې يې ددې هيواد د پوځ او استخبارتي ادارې لاس وو.
اوس پاکستان هغه حالت ته راسپدلی چې خپل کرلی کښت رېبې، په پاکستان کې د تره ګرۍ پیښې ورځ په ورځ په زياتیدو دي په تیره يوه میاشت کې يوازې په پاکستاني پوځيانو تر ۲۰۰ زياتي چاودنو شوي چې ګڼ شمیر پاکستاني پوځیان پکې هلاک او ژوبل شوي دي.
په پاکستان کې بله لويه مسله هتله له میشتو قومونو سره نا انډوله چلند دی چې ددې هیواد ملکي حکومت ته يې سخت سرخوږی پیدا کړی.
نه يوازي دا چې دا حالت ملکي حکومت رامنځته کړی بلکي دا کارونه ټول د پاکستان پوځ کوي په پاکستان کې په لويو مسلو کې ددې هيواد د پوځ لاس دی او ملکي حکومت تر ډيره پر واک او تاثیر نه لري خو غچ يې له ملکي حکومت څخه خيژي او ډیری وخت يادې مسلې په پاکستان کې د ملکي حکومت پر ړنګيدو تمامي شوي.
باید وويل شوي چې په پاکستان کې ملکي حکومت نه د یادو مسلو د رامنځته کولو واک لري او د هغوی د حل واک لري.
اوس په پاکستان کې د بلوڅ بیلتون غوښتونکو.غورځنګ په يوه خطرناکه ډله اوښتی چې کابو کولو يې ددې هيواد د پوځ له وسه هم وتلي دي.
بلوڅ بیلتون غوښتونکو څو ځله د پاد هيواد په پوځ سخت مرګوني بريدونه وکړه او لا يې هم د لويو بريدونو د کولو ګواښ کړی دی.
بلوڅان وايې چې تر هغو به له خپلي مبارزې لاس وانه خلي تر څو چې يې خپله خاوره بلوچستان د پاکستان له منګولو ازاده کړي نه وي.
بل پلو بیا اوس پر پاکستان کې سياسي کړکیچ دومره پراخ شوی چې د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند د نوي رامنځته شوي حکومت د ړنګولو ګواښ کړی او ويلي دي چې د شهباز شریف په مشرۍ حکومت ورته د منلو نه دی او دوی به تر هغو کرار نه کينې تر څو چې یاد حکومت را پرځولی نه وي.
عمران خان ادعا کوي چې د شهباز شریف په مشرۍ حکومت د امریکا له لوري د يوې پلان شوي دسيسې په ترڅ کې را منځته شو چې دا د پاکستان پر خپلواکۍ يو ستر ګوزار دی. د هغه پاکستانيان به هیڅ چاته اجازه ورنه کړي چې د دوی په خپل منځي چارو کې لاسوهنه وکړي.
Comments are closed.