The news is by your side.

جنيد شریف پښتنو شاعرانو ته بيلابيلې جايزې ورکوي

خبريال ویب پاڼه/ د امريکا په جورجيا ايالت کې مشت يو افغان استاد جنيد شریف پښنو شاعرانو ته د غوره شعر په بدل کې بيلا بيلې جايزې ورکوي.

د امريکا په جورجيا ايالت کې د پښتو د اديباتو استاد جنيد شریف د خپلو ملګرو په مرسته داسې يوه لړۍ پيل کړې چې موخه يې د پښتنو شاعرانو ستايل او هغوی ته د غوره شعر په بدل کې يو شمير جايزې ورکول دي.

ښاغلي جنيد شریف رسنيو ته ويلي چې ټول پښتانه شاعران له هر ځايه کولای شي په انلاین بڼه دوی ته خپل شعرونه ولیږې چې تر ارزونې وروسته به غوره شعر او شاعر ته جايزه ورکوي.

ښاغلی شریف زياتوې چې دوی د اسانۍ او په دې موخه چې هر پښتون شاعر پکې ګډون وکړي د خواږه شعرونو په نامه يوه ویب پاڼه جوړه کړي چې پښتانه شاعران کولای شي تر دريو پوري خپل انتخاب شوي شعرونو ورولیږي.

جنيد شريف زياتوي چې دوی په لومړي سر کې يوه نارينه او يوې ښځينه شاعرې ته ډالۍ په نظر کې نيولي چې هر شاعر ته به ۵۰۰ امريکايې ډالر ورکوي له هغه ښکته شعرونو ته چې په دويمه درجه کې به شاعرانو ته ۳۰۰ امريکايې ډالر ورکوي.

جنيد شريف وړاندي وايې چې د دوی ویب سايټ(خواږه شعرونو) په نامه پر لیکه شوی پښتانه شاعران کولای خپل شعرونه وروليږي د هغه په خبره له ياد اقدام څخه يې موخه د پښتو د ښه شعر وده او پرختيا ده. شریف زياتوي چې په دې وروستيو کې پښتانه شاعران زړه ماتي شوي او د شعرونو لیکلو ته يې شا کړي.

جنيد شریف هيله مندي ښيې چې په دې کار سره به وکولای شي د شعر مينه توده او پښتانه شاعران بیا ځل شعر لیکلو ته وهڅوي.

بايد وويل شي چې په پښتو ادبیاتو کې تر ټولو لرغونی توکی موزن کلام يعني شعر پيژندل شوی چې اديب پوهان د پښتو شعر لرغونتوب تر اسلام څو پيړۍ مخکي بولي.

پښتانه شاعران په بيلابیلو برخو حماسي، عشقي، فلسفي او اجتماعي ژوند باندي خپل شعرونه لیکې.
هيره دې نه وي چې د پښتو شعر تر ټولو درنه برخه حماسي او عشقي شعرونو جوړوي چې له پيړيو ، پيړيو راهیسي د پښتنو شاعرانو په منځ کې رواج دي.

پښتو ژبه نه يوازي دا چې هغه شعرونو لري چې شاعران يې معلوم بلکي پښتو شعر کې داسي شعري صنفونه هم شته چې په هیڅ شاعر پوري تړاو نه لري بلکي د ټولو پښتنو شریک مال بلل کیږي چې د هغو له ډلې ټپه / لنډۍ ، کاګړۍ غاړې د هوتکو غاړۍ ، سروکې او يو شمیر نور د يادولو وړ دي.

Comments are closed.