The news is by your side.

د ت/البانو ساده ګي او افغانستان د ناورين په لوري

خبريال ويب پاڼه/ لیږ تر لیږه نهه میاشتي کیږي چې ت/البان پر افغانستان واکمن دي خو نه يوازي دا چې د افغانانو ژوند ورسره ښه شې بلکې د دوی د ساده ګې او کمې پوهې له امله بر عکس افغانستان د يوه لوی ناورین په لور روان دی.

د ت/البانو له حکومت څخه لويې، لويې مسلې پاتې دي خو دوی تل په وړو او هغو مسلو پسې ګرځي چې نه يوازې د افغانانو د ژوند لپاره مناسبې وي بلکې د ت/البانو يادو کړنو د افغانانو ژوند ور سخت کړی دی.

د ت/ البانو حکومت د امرباالمعرف ام نهی المنکر وزارت چې اوس د افغانانو تر منځ د ښځو پر وړاندې د مبارزې پر وزارت هم مشهور دی هره ورځ داسې نوي فرمانونه صادروي چې خلک يې حیران کړي دي داسې فرمانونه صادوري چې په ښکاره د اسلام توهين او له بشري حقوقو څرګنده سرغړونه کوي.

په افغانستان کې تر ټولې لويي ستونزې پر خپل ځای پاتي دي ، د افغانانو ژوند په يوه لوي ناورین کې دي، لوږه ، فقر، بې روزګاري خپل اوج ته رسېدلې ده. افغانانو له لوږې خپل اولادونه خرڅوي، له ډيرې ناچارۍ خپلې تنګۍ لوڼي خرڅوي، خو ت/البان هغه څه پرې عملي کوي چې دوی ورته اسلام وایې ، دوی یې الهې امر بولې ت/البان استدلال کوي چې دا د دوی نه بلکې د خدای امر دي حال دا چې اسلامي علما د ت/البانو يادې ګړنې په سختو ټګو غندي او په وار، وار يې ویلې چې ت/البان په داسې ګړنو د اسلام مبارک دين توهين کوي. ځکه اسلامي علما وايی چې اسلام د سولې هوساينې او بهتره ژوند کولو دين دي نه دا چې د خلکو ژوند ور تريخ او ژوند څخه بیزاره کړي.

بايد وويل شې چې په تير جمهوري نظام کې سره له دې چې په افغانستان کې سخته جګړه روانه وه خو د افغانانو ژوند له دومره سخت ګړاو سره مخ نه وه.
ت/البانو پر افغانستان کې د میرمنو په ژوند ډول ،ډول یندیزونه لګولي آن تر دې چې انجونې نشې کولای ښوونځي ته ولاړې شي.

په افغانستان کې د ت/البانو تنګ نظري لا هم مخ پر وړاندې روانه ده هره ورځ يو نوی ، نوی بنديز لګوي، حکومتولې ترې پاتې ده هغه څه ترې پاتې دی چې د يوه حکومت مسوليت جوړيږي.
د ت/البانو يادو کړنو ته په کتو افغانستان يو ځل بيا د یوه لوی ناورین په لوري روان ده. ځکه ورځ په ورځ افغانانو او نړيوال د ت/البانو له يادوکړنو څخه په تنګيږې. په ت/البانو نړيوال فشار په زیاتيدو ده له بله په خپله د ت/البانو په منځ کې هم په يادو کړنو ت/البانو سره ویشل شوی او د دوی ترمنځ سخت اختلافات رامنځته شوي آن تر دې چې دا اختلافات د دوی د ویشل کيدو او حکومت د ړنګيدو سبب کیدای شي .

که دا حالت همداسې روان وو داسې ښکاري چې د ت/البانو حکومت به تر ډيره پاتي نشې ځکه له يوې خوا د سخت اقتصادي حالت له امله د افغانستان په داخل کې فشارپري په زياتيدو دی اوله بلې خوا نړيوال هم په دې ډول له ت/البانو سره هيڅ ډول تعمل ته نه دي چمتو. نه یوازي دا بلکې د ت/البانو پر ضد بیلابیل پاڅونونه هم شوی دي او لا هم دا پاځونونه پر زیاتیدو دي .

Comments are closed.

koi finance