The news is by your side.

د پاکستان سفير که دویم مکناټن

خبريال ویب پاڼه/ په پښتنو کې يو متل دی : برج مې جوړول رانه کادانه شوه . په افغانستان کې عینې همدا کیسه ده ت/البانو به هر وخت او په هر نړيوال سټپج ويل چې دوی به افغانستان ته امن ، سوکالي او په ټوله پیمانه شفاف حکومت راوړي خو له نهو میاشتو تيريدو وروسته هر څه برعکس روان دي.

حکومتولي ترې شړيدلي، په سياست يې اروا نه ده شکه ، داخلي او خارجي سياست يې د پاکستان په لاس دی، اقتصادي بحران تر حده زيات دی، لوږه فقر بې روزګاري خپل اوج ته رسيدلي. د هيواد په شتمنۍ چور او تالان روان دی بې شميره پاکستاني شرکتونو په افغانستان کې د کانونو په غلا لګيا دي.

هيڅوک نشته چې ورته ووايې ولي، هيڅوک نه شته چې له دې دربدرۍ او بد بختۍ څخه د افغانستان رایستلو لپاره يو پلان جوړ کړي ، يوه ترهه جوړه کړي ، لاره جوړه کړي.

ط/البانو څخه دا هر څه پاتي يوازي د جنت او دوزخ سوټی يې په لاس کې ده څوک جنت ته لیږې څوک دوزخ ته ټول کارونه د خپل هغه پوج فکر له دایرې کوي چې دوی سوچه اسلام ورته وايې ، دوی يې شریعت بولې.
د حکومتولي، سياست، اقتصاد د وګړو د ژوندانه هره چاره له همدې نقطه نظره ګوري. تر ټولو بده دا چې د اسلام په نامه د اسلام توهین روان په افغانستان کې هر ط/الب چارواکی خپل فکر او مفکورې ته اسلام او اسلامي شریعت وايې.

ط/البان په خپل کور (افغانستان) کې خالي صلاح شوې، بې واکه شوي تر ډيره د لويو پريکړه تصميم يا په پاکستان کې نیول کیږي يا د پاکستان سفير منصور احمد خان چې د ریس الورزا د لومړي مرستيال دنده پر مخ وړي.

د پاکستان سفير يا دويم مکناټن د ټولو ډيپلوماتیکو اصولو پر خلاف د افغانستان په ټولو داخلي چارو کې لاسوهنه کوي او تر ډيره د افغانستان په داخل کې پريکړې د ده له تصمیم وروسته نيول کيږي.

منصور احمد خان په افغانستان کې د سفير رول نه بلکې د دولت د يوه مهيم چاوراکي په څير رول لوبوي، که د پاکستاني سفير کارونه ته ورګور په هيڅ ډول د يوه ډيپلومات يا يوه سفير نوم نه ورسره لګيږي ځکه د هيواد د داخلي او نړيوالو قوانینو له مخې سفير هيڅ حق نه لري چې د کوربه هیواد په داخلي چارو کې لاسوهنه وکړې.

د پاکستان سفير د شاه شجاع د وخت د انګريزانو د سفير مکناټن په څير رول ادا کوي د هغه په څير د هيواد په ټولو سياسي مسايلو کې يې ځان ښکيل کړی.

خو هغه وخت بيا افغانانو دومره غیرت او ننګ درولود چې مکانټن ژوندی وسوځوي ، د تښتې چانس ور نه کړي.

خو اوس کیسه برعکس ده د پاکستان له سفير(مکانټن) سره په ناسته افتخار کیږي د هغه ملاتړ د ځان تر ټولو لوی قوت بلل کيږي. د هغه په مراداره ککرۍ د افغاني غور شمله ور تړل کیږي خو تر بیغرته افغانانو هغه شمله هم شرم لري د پاکستاني سفير په سر له ډیره شرمه ټینګيدای نشی.
که خاورې خبري کولای شوای د ټولو په مخ به لاړې توف کړي وای، او ورته ويلي به يې وای په دې شرمیږي چې تاسو غوندي جاسوسان ، لاسپوسي مي ځان مالکان ګڼي. ای لغنت شه پر تاسو شه.

کاشکي داسي یو نر را پیدا شي چې د ابلیس بچی ، د انګریز حرمونی اولاد منصور احمد خان(مکانټن) هم جنهنم ته ولیږي چې له خپلو لاسپوسو ، او جاسوسانو سره يو ځای شي.

Comments are closed.