The news is by your side.

خان صاحب او وزګار خيل

خبريال ویب پاڼه/ د لرې پښتونخوا يو شاعر رحمت شایل په خپل يو شعر کې وايې: د خاورې او د ټولو پښتنو رنګونه يو دي** پښتانه سکه اولاد دی ددې خاورې
زموږ ټول وخت تل د ځان يه بې ځايه ستاینه، لافو شافو ، داسې غيرتونو او ننګونو تیر شوی چې نه يوازي ګټه مو پکې کړی.

که په محکوم افغانستان (له کرښې) ها خوا پښتانه دي او يا دلته افغانستان کې ټول عمر يې د نورو لپاره خپل مال، ځان ، سر او اولاد قرباني کړی.

تل د جګړې په مخ کې په خاطر روان وي چې دی خو توریالی دی ،ننګيالی دی ، اتل دی او له هیڅ شې ويره نه لري.
تل يې د هغه چا ملاتړ کړی چې د پښتون د نسلونو دوښمن پاتي شوی موږ تل د نورو لپاره مبارزې وکړي ، چیغي مو وکړې ، جنګونو او غورځنګونو مو وکړو ، مظاهرې او لاريونونه مو وکړل.
خو د هغوی له بريالي کيدو وروسته تل په په تش میدان پاتي شوي يو، يو څوک مو د خیرک ادې هم نه بولي ، برعکس هغه مو بیا په دود کلتور ملنډي هم وهي د نړي جاهل او تره ګر قوم مو هم بولي.

بله لار نه وي را پاتي يو د بل په وهلو او وينه تويولو خپل زړونه ساړه ، بيا مو دې پام شي چې څنګه يو د بل په وژلو، يو د بل په سپکولو ځان لوړ کړو.

د کرښې د دواړو غاړو پښتانه په همدې ناروغۍ اخته دي. افغانستان کې هم څلويښت کاله پښتانه د پرديو لپاره وجنګيدل، خوار شول ، ذليل شول ، دربدره بې کوره مهاجر شول، خو لا سړيتوب پکې پیدا نه شو، لا يې عقل سرته نه دی راغلی، لا اوس هم د څو پيړۍ مخکي خوبونه ويني لا اوس هم په زړونو دودنو ، زړو باورونه باور او عقيده لري.

افغانستان کې لومړی پښتانه د امریکا او پاکستان په ملاتړ جنګ پیل کړ ، د هغوی دفاع او ملاتړ ته يې ملا وتړله ، د هغوی لپاره يې ځان هر ډول قرباني ته چمتو کړل. کله چې يې روسان مات کړل پردۍ جګړه يې وګټله ، د هغه چا لپاره چې دوی جګړه کوله ، دوی قرباني ورکوله او ځانونه يې د هغوی په خاطر هر بلا ته سپر کړي وو هغه يې په ځواب کې پښتانه په سپیره میدان پريښودل ، په خپل منځ کې يې يو له بل سره په جګړه اخته کړل دوی د خیر په غونډي ورته کيناستل.

خبره مې تر عمران خان اوهلته میشتو پښتنو کوله هغوی هم همداسي دي، تل يې په خپله خپل ځان بې عزته کړی، تل يې په خپل ځان او خاوره ملنډي وهلي.

په پاکستان کې تر ټولو زيات پښتون قوم ځپلی شوی ، تر ټولو قومونو زيات له پښتنو سره زياتی کیږي د ژوند له لړمونپو حقوق بې برخې دي خو دوی لا هم پاکستان ملک خداد بولي او هغه چارواکي چې دوی يې ځپلي ، توهین او سپک کړي د ځان رهبران او د خلاصون پرښتي بولي.

اوس د عمران خان په لاريون کې تر ټولو ډير پښتانه روان وي ، تر ټولو ډير پښتانه چیغې وهي زحمت ګالي تلکیفونه ګالي برعکس ګټه هغه چاته رسيږي چې دوی يې ځپلي ، د دوی په تباهي پسې يې را اخیستي ده.

پنجابیانو ټول په کار خانو ، فابريکو او دفترونو کې په کار لیګا دي هغوی دومره ورګار نه دي چې د هر چا لپاره چیغې ووهي د هر چا لپاره ځان تکلیف او خراب کړي.
خو يوازي اوزګار خيل همدا پښتانه دي چې بې کاره ، بې کماله بې عقله او سوچه دي د هر چا چې په کار شي د يو څو ورځو لپاره يې له ځان سره په کار ګماري.

د خدای لپاره پښتنو ځانونه وپيژنئ
تاسو له ځانته پیغمبر نه راځي

Comments are closed.