افغانستان کې د بريدونو زياتوالی او د ط/البانو دوراغ
خبريال ویب پاڼه / د کره شمیرو له مخې افغانستان کې په تيرو دوو مياشتو کې تر ۲۰۰ زيات بيلا بیل بريدونو او چاودنې تر سره شوي ګڼ شمير ملکي افغانان او ط/الب چارواکې په کې ژوبل او مړه شوي.
که له يوې خوا په افغانستان کې په رسنیو او د بیان په ازادۍ بنديز لګيدلی خو له بلې خوا بیا ط/الب وياندویان افغان ملت ته درواغ وایې . نه يوازې دا چې په بريدونو کې د ژوبل شويو او مړه شویو کسانو شمیر کم ښيې، بلکې ډیری وخت هڅه کوي لوی او واړه بریدنه پټ کړي.
تیره ورځ د افغانستان په بیلابیلو ښارونو کې تر شپږ زیاتې چادونې او بریدنه شوي دي. خو ط/الب وينديان يوازې د دوو چاودنو پخلی کړی او نورې چاودنې يې رد کړي دي.
تیره ورځ يوازې په مزار شريف کې څلور چاودنې تر سره شوي چې د کره شميرو له مخې څه باندي ۲۶ تنه پکې ژول او ۲۰ تنه پکې مړه شوي دي. نه يوازې دا چې بلخ ولایت چادونو ولړزاوه پلازمينه کابل هم د دوو مرګونو چاودنو شاهد وو. کابل کې يادو چادونو ګن شمير افغانان د غم پر ټغر کينول.
د کابل په زړه ترافیک څلورلاري کې ۲۸ تنه زخميان او ۸ تنه شهيدان شول ياده چاودنه د حضرت زکریا په جومات کې د ماښام د لمانځه پر محا ل وشوه.
خو ط/البانو يوازې د ۲ تنو د مرګ ژوبلې خبر ورکړ او تر دې د زيات شمیر تلفات يې رد کړل.
خو پل بلو بیا پرون نه يوازې دا چې چادونې تر سره شوې بلکی په لغمان او کاپسا ولايتونو هم کې په ط/البانو مرګوني بريدونه وشول په کاپيسا کې د ط/البانو په زندان او په لغمان کې د ط/البانو پر يوه پوسته بريدونه تر سره شول . خو ط/البانو دغه دواړه بريدونه رد کړل او یې ویل چې د دوی په ځواکونو هيڅ ډول بريد نه دی تر سره شوی.
خو اوس پوښنته دا ده چې ط/البان ولي دوراغ وايې ولی بريدونه او پېښې پټوي او د هغوی د ارقامو په اړه ناسم معلومات ورکوي.
د ط/البانو حکومت تل د یوې استخباراتې دلې په څير چلند کوي، مشر يې هيب الله تر اوسه ځان افغانستان ملت ته نه دی ښکاره کړی حال دا چې ځان د افغان ملت امر بولي او هغه په نامه له ناڅرګند ځايه بیلابیل فرمانونه راځې . او ط/الب چارواکې بیا هڅه کوي که په زور وي که په رضا هغه په افغانانو عملي کوي.
ط/البان ټولي پريکړې پر خپل سر کوي د افغانانو رایه او مشوره نه پکې اخلي داسې چلند کوی تر دوی تر افغان ملت ډيرلوړ او اوچت خلک دي .
که ط/البان خپلو داسې کارونو ته دوام ورکړي نه يوازې دا چې حکومت به يې دوام وکړي بلکې د ټولو افغانانو له سخت نفرت سره به مخ شې .
او تر ټول بده خبره لا دا چې هغه څوک بریدونه او چادونې تر سره کوی که يې وړې چادونې پټې کړي هغه به کوښښ وکړي داسې چاودنې تر سره کړي چې په پټولو به ط/البان حیران وي.
Comments are closed.