The news is by your side.

ملا هبیت/ الله ولي له افغان ملت نه پټ دی

خبريال ویب پاڼه/ افغانستان د نړي هيواد لومړنی دی چې داسې پاچا/امیر يا ولسمشر لري چې د ټاکل کیدو له پیله تر نن له خپل ملت (افغانانو) څخه پټ ګرځي

پر افغانانو.داسي څوک مشري کوي چې تر اوسه هیڅوک په پوره ډاډ دا نشي ويلای چې هغه مړ دی که ژوندی، ملا هیبت/الله داسې يو مشر دی چې تر اوس يې په ازاد ډول له هيڅ افغان وګړي سره نه دي لیدلي خو د هغه په نامه فرمانونه بیا هره ورځ صادريږي او ط/البان ټول افغان وګړي د هغه د فرمانونو پر عملي کولو مکلف ګڼي او هيڅوک د سرغړوني خق نه لري ځکه د دوی په خبره د امیر امر واجب او ترې منکير يې د اسلام نه منوونکی شميرل کيږي.

اوس پوښتنه دا ده چې که په رښتيا هم دا د افغانستان د خلکو امیر وي دا چا امیر کړ؟ چا بیعت ورکړ او په کوم اساس يې د افغان ملت د امیر په توګه وټاکل؟

افغان ولس خبر نه دی، لا يې تر اوسه لیدلی نه دی ،په شخصت، حیثيت او علميت يې خبر نه دي. خو امیر يې شته ، داسي يو امیر چې ټول افغانان يې د اوامر په عملي کولو ملکلف دي که يې څوک امر ونه مني د دوی په خبر د اسلام له احکامو څرګنده سرغړونه کوي.

حال دا چې د ط/البانو امیر المومنین او دوی ټول د اسلام له احکامو تر ټولو لويه سرغړونه کوي ځکه په اسلام کې باید حتمن امیر له خپل ملت او ولس څخه بیعت واخلي د هغوی په خوښه مشر شي.

او کله چې مشر شو د ټول ملت د هر څه مسولیت د امیر پر غاړه دی باید له خپل ملت او خلکو سره د پریکړو په کولو کې مشورې واخلي د هغوی د جوړ او ناجوړ پوښتنه ، ناسته ولاړه باید له خپل ملت سره وکړي، هر څوک وکولای شي خپل مشر ووینې ورسره کیني ، خبري اتري ورسره وکړي، خپل غم درد او تکلیف ورته بيان کړي.

خو ط/البان او ملا هیبت/ الله ددې ټولو اسلامي اصولو پر خلاف پر افغان ملت واکمن دی حتی تر اوسه يې په کره ډول څوک د مرګ او ژوند خبره نشي کولای. ډیری خلک خو لا دا وايې چې د ملا هیبت/الله په نامه کس دوه کاله وړاندي په کوټه د يوې چاودنې په ترڅ کې مړ شو.

د داسي امیر اوامر منل هیڅ ډول شرعي جواز نه لري

Comments are closed.