The news is by your side.

خړ کمر که د پښتنو کربلا

خبريال ويب پاڼه/ د خړ کمر د پښې او کربلا هيڅ توپير نشته ځکه په سخته ګرمۍ کې پښتنو ځوانانو روژه نيولي وه، د يوه غړوپاوبو په ارمان وو او مبارزه يې د انګريز له حرموني اولاد پاکستان سره وه په هغوی يې زیاتی او ظلم نه کولو بلکي يوازي یې په سولیز ډول د خپلو حقه حقوقو د غوښتلو غوښتنه کوله. په ځواب کې پښتانه په خپلو وینو ولمبول.

که رښتيا ووايم ووایم له ډٍيره غمه د خړ کمر د شهيدانو په اړه یوه څه ليکلای نشم ، فکر مې کار پريښود څو ځله مې لیکنه وکړه خو بیرته به مې ډيلټ کړه ځکه زه د يوه پښتون ځوان په حيث د خړ کمر شهيدان ته ملامت یم .
هغوی د پښتون قام پر ننګه له خپل ژوند تیر شول، خپل سرونه ، اولادونه يې ددې خاورې په ننګ قربان کړل. خو پښتون قوم یې په حق کې څه وکړل، څومره يې د هغوی د سپيڅلو وینو قدر وکړل او څومره د هغوی وینو په پښتون قوم کې رنګ راوړ.؟

پوره دری کاله وړاندي د کرښې ها غاړه د شمالي وزیرستان خړ کمر سيېمه د پښتو ځوانانو په وینو سره شوه. د پنجاب ظالم رياست په فرض روژه کې په ډیر وحشت او جبر سره په پښنو خوانانو داسې بې رحمه برید وکړ، د ازادۍ تږو پښتنو ځوانانو د اوبو په ځای د وينو پیالې نوش کړې.
په خړ کمر کې دری کاله وړندي د می مياشتي په ۲۶ پښتنو شاه زلمیانو د خپلو انساني حقه حقوقو په ننګه راووتل او غوښتل يې چې خپل قام د پاکستان د جابر او ظالم پوځ له ظلمونو خلاص او يو انساني ژوند ور په برخه کړي.
خو پاکستاني پوځ په بې سلا او بې ټوکه او په انساني ژوند مينو انسانانو داسې بې رحمانه بريد وکړ چې د وخت کفارو په مسلمانانو هم نه وو کړی په ياد بريد کې ۱۷ پښتانه ځوانان ځای پر ځآی شهيدان شول او ۴۶ زیات سخت ژوبل شول.

ددې پر ځای چې د پنجاب رياست بښنه وغواړي دا ووایي چې له دوی څخه جنايت شوي، نسل وژنه شوي په بې دفاع انسانانو يې بريد کړی خو برعکس يې بیا په همدې پښتنو د تره ګرۍ تور ولګول په ياده سیمه کې يې په نر، ښځه ، ماښوم کرځنديز ولګاوو، د پښتون ژورغونې د غورځنګ په ټولو غړو پسې يې مقدمې جوړې کړي او د هغوی د نیولو او زندانې کولو هڅې يې پیل کړي.

دا دی دری کاله د خړ کمر د شهيدان پوره شوو هیڅوک يې د وژلو په تور نه محاکمه نه زنداني او مجرم وپیژندل شول.

پاکستاني پوځ په پښتنو سخت او ناروا ظلم پیل کړی او له هم دغه ظلم پر پښتنو او د پښتنو پر خاوره روان دی .
د پاکستانې پوځ په وژلو زړه نه دی یخ شوی بلکي زرګونه پښتاني يې تښتولي چې د مرګ او ژوند پته يې هیچاته نه ده معلومه .

پنجاب رياست کوښښ کوي د پشتون قوم تاریخ ، دود، کلتور خاوره محوه د تل لپاره د ځان د غلامان کړي.

پښتون قوم ته تر ټولو ډير تاوان هغو بیغرته پښتنو رسولی چې د خپلې خاورې او خپل قوم پر سر پنجاب ریاست ته دلالي کوي.

 

Comments are closed.