جنتي چارواکي او دوزخي ملت
خبریال ویب پاڼه / د افغانستان اوسني چارواکي له خپل ملت/ افغانانو سره داسې چلند کوي چې ګواکې دوی جنتيان او هغه څوک چې ط/البانو نه وي هغوی ټول د اسلام له دايرې وتلي بولي او د هيڅ ډول مشورې او رایې حق نه ورکوي که د دوی خوښه وه کار کولای شي که نه د دوی په خبره د هیڅ ډول امتياز حق نه لري.
هر ط/الب چارواکی په دې باور دی چې په افغانستان کې شل کاله د امريکا او متحدینو له خوا داسې تبلیغات شوي ډیری عام افغانان د اسلام له ډیرو امورو سرغړونه کوي. ط/البان باور لري چې هر څه کیږي هغه کارونه چې د دوی په فکر اسلام ورته وایی بايد ټول افغانان يې ومني .
نه یوازي په دینې امورو کې ط/البان د افغانانو رایې او خوښې ته ارزښت نه ورکوي بلکي په سياسې، اجتماعي او د دولت په په ټولو چارو کې ځان مافوق بولي ، داسې فکر کوي چې دوی د هرې برخې عالمان دي او په هر څه پوهیږي .
د ط/البانو له اميرالمومنین نه رانیولي تر يوه عادي چارواکي پورې هيڅوک حق نه لري چې له هغه پوښتنه وکړي، له پيله تر اوسه د چارواکو په ټاکو کې له هیڅ چا نه رايه او خوښه نه ده اخيستل شوي. ط/البان په افغانانو حکومت کوي خو د هغوی خوښه او غوښتنه بيا نه مني د هغوی رايې ته په سپکه ګوري. جالبه بیا دا ده چې د خپلو ټولو فرمانونو په عملی کولو افغانان مکلف هم ګڼي. حال دا چې دوی د ولس په خوښه او رایي نه دي ټاکل شوي خو ځان بیا داسې معرفي کوي چې دوی د ولس له منځه او ولس ټاکلي .
ط/البانو ته ځکه ځان جنتيان ښکاري او نورو روته دورخيان ښکاري د دوي په فکر نور هم خلک هم بايد د دوزخ له لمبو خلاص کړي. ط/البان دا د ځان اسلامي او انساني مسوليت بولي او د دوی په اصطلاح دا کار د خواږوي له مخې کوي او نه غواړی خپل افغانان يې پیا په هغه دنیا کې د اور په سرو لمبو کې وسوځي. ط/البان خپل هر کار ته د اسلامي حکم بڼه ورکوي او دوی وایې چې د اسلامي شریعت له مخې د ولس د يوه حاکم په توګه دوی مکلف دي د دوی د خپل فکر زيږنده اسلام پر خلکو عملي او پلی کړي.
خو دې ته يې پام نه ده چې په افغانانو يې اوسني ژوند په دوزخ بدل کړی دی، افغانان د لوږې فقر بې روزګارۍ له لاسه ځان وژنه کوي.
حال دا چې ط/البان د اسلام له اموامر په ښکاره سرغړونه کوي، داسې فرمانونه د اسلام په نامه پر خلکو عملي کوي چې له اسلام سره په سخت ټکر کې. ط/البان په خپلو کړنو د اسلام د مبارک دين توهين او سپکاوی کوي.
که حقيقت ته څوک وګوري په حقیقت کې ط/البان دوزخيان او مظلوم افغانان جنتيان دي.
Comments are closed.