افغان میرمنې لاریون کوي خو نارينه له ډاره غلي دي
خبريال ويب پاڼه/ له کله چې ط/البان پر افغانستان واکمن شوي ورځ په ورځ افغانستان او افغانان د بحران په لوري روان دي.
افغانان د ط/البانو تر سخت بربریت او وحشت لاندي ژوند کوي په افغان میرمنو ډول، ډول بنديزونه لګول شوي او د ط/البانو له خوا داسې هڅې روانې دي چې افغان میرمنې له ټولنې محوه کړي.
خو په ځواب کې يې افغان ميرمنې په ډیرې سختۍ خپل غږ پورته کړي، د خپل انسانې حق د غوښتلو په موخه له ډیرو ننګونو او سختیو سره ځینې ، ځینې وخت په لاريون او مظاهره لاس پوري کړي . خو ط/البان يې په ډیر تشدد او ظلم سره مخه نیسې.
که څه هم افغان میرمنې په يوه نه يوه ډول خپل غږ پورته کوي که هر څومره جبر او سختې هم وي خو افغان نارینه بيا له ډاره غلی دي ، په روان وحشت هيڅ نه وايې او که يوه نیم پیدا شي د هغه بیا ط/البان داسې ژر غږ ور خاموش کړي چې هيڅوک يې د مرګ او ژوند پوښتنه نشي کولای.
يو شاعر د ظالم حکومت په مقابل کې خپل قوم ته داسې وايې : تاسو احتیجاج وکړو کنه؟ نه!! نه!
په تاسو کې پښتو چرته ايمان چرته دی
که حالات همداسې روان وي او افغانان يې په وړاندي خپل غږ پورته نه کړي لری نه دي چې افغانستان به د جهيل او ناپوهۍ لوی ګړنګ ته ور ولويږې داسې یو ګړنګ چې د نسلونو، نسلونو افغانانو ژوند به پکې تبا شي.
د عدم تشدود د فلسفي سر لاری باچا خان بابا وایی کوم قوم چې خپل غږ نشي پورته کولای هغه به خپلي جنازي پورته کوي. د باجا خان بابا دا خبره نن په عمل کې ثابته ده افغانان نن له ډاره چپ دي خو هره ورځ خپلې جنازي په ډیري بې وسې او له اوښکو سره پورته کوي.
د ط/البانو له واکمنيدو راهیسې يوازي د ملي اردو تر ۲۰۰۰ زیات پوځیان په ډیر بې رحمانه ډول وژل او شکنجه شوي دي. يوازي دا نه بلکې هره ورځ په يوه او بل نامه د افغانانو بې عزتي کیږي ، ښوونځی، پوهنتون او هره عملی او اکاډمیکه اداره له فلج سره مخ ده ، د عملی شخصتونو سپکاوی او تذليل کيږي، عام افغانان په عادي خبره وهل او ډبول کيږي .
تر ټول بده لا دا چې د افغانستان په حيثت او عزت ملنډی وهل کیږي اساسي قانون ، ملی بیرغ ملی سرود او هر هغه څه چې د يوه ملت د يووالي د سمبول په نامه افغانان پیژنې له منځه وړل کیږي.
تر څو به دا حالات همداسې روان وي آيا د خپل حق د غوښتلو وخت نه دی؟
آيا د لاریون ، احتیجاج او د سولیزې مبارزي د پیل وخت نه دی؟
Comments are closed.