The news is by your side.

ط/الب مليشو ته کوم نوم وکاروو چې اکاونټ مو بلاک نشي

خبريال ويب پاڼه/ له کله چې ط/البان پر افغانستان واکمن شوي ظلم ، وحشت او بربریت يې پیل کړی ټولنېزو رسنيو فسبوک، ټویټر، انسټګرام ، يوټیوب او دې ته ورته نورو رسینو د ط/الب ملیشتو پر نامه بنديز لګولی که د ټولنيزو شبکو کوم کارونکی د ط/البانو پوره نوم ولیکي اکاونټ يې بلاک او له منځه ځې.

اوس پوښتنه دا ده چې موږ ولي ظ/الب چارواکو ته د ط/الب ملیشو نوم وکارو؟
د ط/لب چارواکي له افغان ولس د يوه حکومت او حکومتي چارواکو په څير چلند نه کوي. بلکې ط/البان له افغانانو سره د یوې ملیشیې، استخباراتي ډلې په څير چلند کوي. افغان میرمنې يې له خپلو انسانې حقوقو بې برخې کړي، د کار، تعلیم او ژوند کولو ډیر حقونو ترې اخيستل شوي. بشری حقوق يې تر پشتو لاندي کړي، افغانستان د يوه لوی بحران په لوري روان دی. کار روزګار نشته فقر، لوږه تر سره پورته ده. د افغانستان افتصاد له فلج سره مخ دی هره اداره او هر اورګان له ویجاړۍ سره مخ دی.

که ط/البان په رښتیا هم حکومت وي او يا د حکومت جوړولو نیت لري نو ولی د ولس رايه نه اخلي ولي د ولس غوښتنو ته پام نه کوي او ولی انتخابات او ټاکنې نه کوي.
ط/الب ملیشې له افغان ملت سره د يوې استخبارتي ډلي په څير چلند کوي د دوی له واکمنيدو نهه میاشتی پوره کیږي خو تر اوسه يې هیڅ چا د هغوی مشر ملا هیبت الله ونه لید خو په نامه يې هره ورځ فرمانونو صادریږي او افغانان يې په عملي کولو مکلف کڼل کیږي.

ط/الب ملیشو له پیله تر اوسه د يوې داسې ډلی په څیر چلند کوي چې د هیڅ حکومت نوم نشو ورکولای ځکه د واکمنیدو له پیله تر اوسه ټول واک د يوې ډلې ( سخت دریزه ملایانو) په لاس کې ده.

دې ټولو ته په کتو ط/البانو ته د ط/لب مليشو نوم غوره بللای شو.

ط/الب وسله والو ته بیا ځکه د ط/الب خپل سرو ملیشو نوم ورکوو چې هغوی خپل سره دي خپل سري کوي ، څه چې يې زړه وی هغه تر سره کوي هر ط/الب قاضي دی خلکو ته سزاوي ورکوي ، مفتي دی پر خلکو فتوا عملی کوي، هر ط/الب قاتل دی قتل کوی، هر ط/لب جلا دی له خلکو سرونه غوڅوي هر ط/لب د خلکو په شخصي ژوند کې مداخله کوي د خلکو په ږیره، سر و او جامو باندي کار او حتی د ښځو نوکان ګوري.
د خپلو لوړپوړو ط/لب ملیشو امر نه مني بلکی خپل ټول کارونه د اسلامي شريعت او اسلام به نامه کوي . نه يوازي دا چې د افغانانو ژوند يې په دغه خپله سري ور تریخ کړی بلکي په يادو کړنو د اسلام د مبارک دین توهین او سپکاوی کوي.

دې ته په کتو ط/الب چارواکو ته د ط/لب ملیشو او ځواکونو ته يې د ط/لب خپلوسرو ملیشو نومونه تر ټولو غوره نومونه بللای شو. ځکه داسې وکړو له یوې خوا به مو د افغانستان اصلی حالت انځور کړی وي او له بلې خوا به د ټولنیزو شبکو له بندیز څخه ځان ژغورلی وي

Comments are closed.