The news is by your side.

د افغانستان د کانونو د چور او تلان مخ ونسئ

خبريال ویب پاڼه /داسې ویل کيده چې افغانستان له هيوادنو څخه شميرل کيږي چې په کانونو او معدونو يې تر اوسه پوري کار نه دی شوی خو د ت/الب مليشو له واکمنيدو وروسته د پاکستان له لوري د افغانستان په معدنونو او کانونو داسې چور او تالان روان دی چې که همدا حالت همداسې روان وو لري نه ده د ۲ کلو په ترڅ کې به د افغانستان ټولي د ځمکې لاندي زيرمې له نشت سره مخ شی.

د ت/الب ملیشو او پاکستان تر منځ د کانونو د رایستلو يو قرارداد لاسلیک شوی چې په ترڅ کې به يې د افغانستان زیاته پيمانه کانونه پاکستان ته د هغه مصرف په بدل کې ورکوي چې تیر شل کاله يې پر ط/الب ملیشو مصرف کړي دي .

هره ورځ په رزګونو ټنه يوازي د ډبرو سکاره د افغانستا له شمال څخه پاکستان ته ورړل کيږي چې په اوسني وخت کې د ډبرو سکاره د انرژي د تولید تر ټولو ارازنه توکی بلل کيږي چې په ډیره ناچیزه بیه پاکستان ته وړل کیږي.

نه يوازي د ډبرو سکاره پاکستان ته وړل کيږي بلکي په ننګرهار کې د د کرمايټو او نور قيمتې کاڼو کانونه راسپړل او باکستان ته وړل کيږی.
په هلمند کې په يورانیمو چور او تالان روان دی.
د هيواد په بیلابیلو برخو کې د وطن په ملي شنمنۍ ( کانونو) داسې چور او تلان روان دی چې هيڅوک يې د پوښتنې نشته.
حتي داسې هم ويل کيږي چې لوړپوړو ط/الب ملیشو په خپل منځ کې د افغانستان کانونه سره جلا کړي هر څوک چې خپله برخه چاته په قرارداد ورکوي ټولي روپۍ يې د دولت بوديجې ته نه بلکې د ط/الب ملیشو شخصي جيبونو ته ځي.
د افغانستان په اساسي قانون کې تر ځمکې لاندي ټولې زیرمې د دولت ملکیت او ګټه يې د افغانستان اتباعو شريک حق بولي هغه که د افغانستان په هره برخه کې پیدا شي.

ط/الب مليشي يې د خپل ځان او پاکستان ملکيت بولي.
د کانونو چور عام افغانان هم سخت انديښمن کړي دي سياسي شنوونکی عمصت قانع لیکي : پورا پاکستان ته د ډبرو سکرو د چور او تالان لاري او ګودرې وتړئ.
په دومره بې نظمۍ، ګډوډۍ او انارشيزم کې د افغانستان د معدنې زیر غير مسولانه استخراج او د چور د اموالو په پیه ليلام زموږ د هيواد د مستقبل ، ډوډوۍ او روزق خرڅول دي.
موږ اوس د سوال کچکول ته ناست يو که دغه زېرمې هم راڅخه چور شوې وطن به د اسکلیټونو نندارتون وي .
دا مه کوي د خدای او رسول روی ته وګورئ
موږ همدا اوس له مرکزي اسيا څخه بريښنا په لوړه بيه اخلو او په خپله د بريښنا د تولید د انرژۍ زيرمې د چور او چپاول په بازار کې په نه بیه خرڅوو.

Comments are closed.