The news is by your side.

سپین بیرغ که د افغان خاوري تل پاتی کفن

خبريال ویب پاڼه/ د ط/لب ملیشو کړنو ته که وکتل شي هغوی د خپل سپين بیرغ په څير چې د کفن سمبول دی افغان خاورې ته هم همدا کفن ور اغوندي.

ط/الب ملیشې دا که کار د سمبول، او شعار په بڼه نه تر سره کوي بلکې په عمل کې يې همدې کار ته مټي را بډ وهلي دي په بیلابیلو فرمانونو او کړنو سره قدم په قدم افغان خاوري ته خپل سپن کفن ور اغوندي.

اوس تازه د ط/الب مليشو حکومت د افغانستان په معدنونو او کانونو چور او چپاول پیل کړی دی دغه يې د خپل بادار (پاکستان) په مرسته تر سره کوي .

د افغانستان د ګڼو کانونو قرارداد له پاکستان سره شوي چې هره ورځ پاکستان ته په زرګونو ټیلره ډبرو سکاره ، کرومايټ ، نفرایټ او داسې نور معدنونه قاچاق او ورکړل کیږي.

افغانان اوس په خپله د سوال کچکول په لاس ګرځوي له لوږي د بدن غړي خرڅوي حتی د فقر او ناچارۍ له لاسه ځپلې وړې لونې خرڅوي.
که د افغان خاوري دغه يوازينې شتمني هم لوټ شي باید افغان وطن ته د تل لپاره سپین کفن ور واغوستل شي لکه څنګه چې يې ط/الب ملیشې دې وطن ته د وراغوستلو کوښښ کوي.

د ت/الب مليشو له واکمنيدو وروسته د پاکستان له لوري د افغانستان په معدنونو او کانونو داسې چور او تالان روان دی چې که همدا حالت همداسې روان وو لري نه ده د ۲ کلو په ترڅ کې به د افغانستان ټولي د ځمکې لاندي زيرمې له نشت سره مخ شی

په هلمند کې په يورانیمو چور او تالان روان دی.
د هيواد په بیلابیلو برخو کې د وطن په ملي شنمنۍ ( کانونو) داسې چور او تلان روان دی چې هيڅوک يې د پوښتنې نشته.
حتي داسې هم ويل کيږي چې لوړپوړو ط/الب ملیشو په خپل منځ کې د افغانستان کانونه سره جلا کړي هر څوک چې خپله برخه چاته په قرارداد ورکوي ټولي روپۍ يې د دولت بوديجې ته نه بلکې د ط/الب ملیشو شخصي جيبونو ته ځي.
د افغانستان په اساسي قانون کې تر ځمکې لاندي ټولې زیرمې د دولت ملکیت او ګټه يې د افغانستان اتباعو شريک حق بولي هغه که د افغانستان په هره برخه کې پیدا شي.

ط/الب مليشي يې د خپل ځان او پاکستان ملکيت بولي.

عامو افغانانو ته په کار ده چې پر خپل وطن او خاوره ننګ وکړي د پاکستان له بربنډ تيري څخه يې وژغوري که د تل لپاره د يوې ګوله ډوډۍ په خاطر د پرديو غلامان وي.

 

Comments are closed.