The news is by your side.

حجاب: افعان میرمنو خپل مسولیت ادا کړ،ط/الب ميلشو څه وکړل؟

خبريال ویب پاڼه / کله چې ط/الب ميلیشې پر افغانستان ملست شول په لومړيو کې يې د ښڅو په کار بندیز ولګول، ټولې افغان میرمني يې له دولتي ادارو څخه منفک کړې او روته ويې ویل چې ښځې نشي کولای په دولتي ادارو کې کار کړي ځکه د دوی له کوره وتل یو ناروا عمل دی.

څو موده وړاندي یې د دوی په اصطلاح په ټول افغان میرمنو حجاب عملي او حتمي کړل هغه وخت يې ویلي وو چې افغان میرمنې باید په پوره ډول خپل بدن پټ کړي داسې چې یوازي يې سترګي معلومي شي، او بله دا چې میرمنې نشي کولای پرته له محرم څځه په موټر او داسې نورو وسیلو کې سفر وکړي.

له دې وروسته په يو بل فرمان کې چې د ط/الب ملیشو د مشر ملا هیبت الله په نامه خبور شو پکې ویل شوي وو چې انجونې نشې کولای له شپږم صنف نه پورته ښوونځيو ته ولاړې شې په ټول افغانستان کې یې له شپږم صنف نه پورته ښوونځي د انجونو پر مخ تړل.

يو بل فرمان چې دوه میاشتي مخکې يې صادر کړ په ياد فرمان کې ویل شوي وو چې په پارکونو ، پوهنتونونو او عامه ځایونو کې ښځې او نر نشي کولای یو ځای ورشي. په پارکونو او پوهنتونونو کې يې د ښځو او نرانو لپاره ځانګړي ورځي وټاکلې .

اوس پوښتنه دا ده چې افغان میرمنو خو خپل مسولیت ادا کړ هغوی په پوره ډول حجاب وکړ. ښوونځیو ته تګ يې پريشود ، له دندو څخه وشړل شوې هغه يې هم ومنل خو ط/الب ملیشې چې ځانته یو حکومت وايې څه يې کړي.
ط/الب ملیشو خپل مسولیت چې د یوه دولت په توګه دی تر کومې کچې ادا کړي.
هغه مسولیتونه چې يو دولت پر غاړه دي تر کومې کچې ط/الب ملیشو ادا کړي دی.

دا د يوه حګومت مسولیت جوړیږې چې خپلو ټولو اتباعو ته د کار زمینه برابره کړی، د هغوی د تعلیم حق ورکړي ، د تول خلکو د روغتبا غم وخوري باید ټول صحي خدمات ورته برابر کړي.
دا ده د حکومت مسولیت دی چې ټولو خلکو ته د سرپنا غم وخوري ، دا ده حکومت مسولیت دی چې لارې او سرکونه ورته ورغوري ، دا د حکومت مسولیت دی چې د کروندګرو حاصلات غوندي او ښه بازار ورته پیدا کړي دا او دې ته ورته نور مسولیتونه يادولای شو.

آیا ط/لب ملیشو خپل مسولیتونه تر کومې اندازې ادا کړي.
يوازي عام وکړي مکلف دي چې خپل مسولیتونه باید تر سره کړي کنه حکومت هم ملکف دی چې د خپلو اتباعو د ژوند د ښه کولو غم وخورې ؟

 

Comments are closed.