The news is by your side.

کوم يو وزير کوم يوه سفیر دی؟

 

خبريال ویب پاڼه/ په پورتني انځور کې تاسو ته کوم يو سفیر او کوم يو د هیواد کوربه او وزیر ښکایري.

د پاکستان سفیر چې اوس په افغانستان کې د ط/الب میلشو د امیرالمومنين په نامه هم مشهور دی په افغانستان کې داسې رول ادا کوي چې ته به وایې سفير نه بلکې د افغانستان لومړی وزیر دی.

دا ښاغلي د دولت په ټولو چارو کې ډیر قوي اغیز لري داسې چې هیڅ ط/الب چارواکي د دد له اجازې او مشورې پرته کوم کار نشې تر سره کولای.

له لوړو زدوکړو سره د مبارزې وزير شیخ حقاني يې تر ټولو ښه یار او ملګری دی شیخ حقاني د منصور احمد خان حفظه الله په غوښتنه د افغانستان تعلیمي سیسټم داسې خرب کړ که یې مخه ونه نیول شي ډیرې بدې پایلې به ولري ډيری پوهنتونونه يې په مدرسو بدل کړ اوس کوښښ کوي د افغانستان تر ټولو معتبر پوهنتون د کابل پوهنتون په مدرسه بدل کړي.

 

د پاکستان سفیر منصور احمد خان له خپلو کارونو سره سره د افغانستان په ټولو مسلو کې ځآن دخیل ګني. داسې له لکه د اوسنې حکومت مشر چې وي په وزارتونو ګرځی، له وزیرانو سره اونیزې ناستي لري د حمارت په لویه او وړه مسله کې حتمن دد نظر پوښتل کيږي، د وزیرانو واليانو په ټاکنه کې پوره ، پوره صلاحیت لري ، حتی په ولایتونو ګرځي د عامو افغانانو سره وینې، د هغوی ستونزي او مشکلات اوري او خلکو ته یې د حل وعدې ورکوي.

د پښتو يو متل دی : دا د پټي سر دی چې مخته ځې پټی همدومره سورور دی د پاکستان سفير نه يوازی د افغانیستان په داخلي سیاست کې خپل رول لوبوي بلکې د افغانستان په خارجي سياست هم پوره کنټرول لري تر ټولو بده لا دا چې په کابل کې د نورو هيوادونو سفيرانو ته بلنه ورکوي او له هغوی سره د افغانستان په اوسني حالت بڅث او خبري او اتري کوی.

پاکستان د افغانستان په بهرنی سياست تر ټولو زيات کنټرول لري ځکه له يوې خوا منصور احمد خان خپل کوښښ کوي او له بلې خوا بیا د ط/الب ملیشو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي تر پاکستاني سفير منصور احمد خان ډیر پاکستانی دی د پاکستان لپاره په خپلو کارونو کې هيڅ غفلت نه کوي.

له کله چې ط/الب ملیشې پر افغان مسلت شوي د افغانستان د هرې برخې چور او تلان روان دی د افغانستان د پوځ سلې ، ټانګونه او مهيمات پاکستان ته قاچاق شول.

يوازي له کندهار ولايت څخه په سل ګونو هاموي ټآنګونه ، رینجري په زرګونو میله درنې او سپکې وسلي باکستان ته يوړل شوي .

په افغان وطن داسې چور روان دی خدای دې د بل چا وطن داسې نه بې سرپرسته کوي خدای دې هیڅ هیواد د داسې دوښمن په لاس نه ورکوي چې په هيڅ شي يې صرفه نه کوی آن د مړو هډکو هم لا ترې غواړي چې په راتلونکي بیا دوی ترې صابون جوړوي.

په افغان وطن داسې چور روان دی چې د ځمکې لاندې زیرمې هم لا چور کيږي د ط/لب ملیشو له راتګ سره هره ورځ به زرګونو ټنه یوازي د افغانستان د ډبرو سکاره پاکستان ته وړل کيږي چې په اوسني وخت کې د انرژۍ د تولید تر ټولو مهیم توکي بلل کيږی نه يوازی د ډبرو سکارو بلکي قمتي ګآنې ، او معدني توکي پاکستان ته وړل او قاچاقیږي.

 

Comments are closed.