The news is by your side.

د آی ایس آی له يارنې د امارت تر چاپلوسۍ

خبريال ويب پاڼه/ نن په ټولنيزو رسنیو کې دا خبر ډیر يوه او بله خوا کيده چې د تير جمهوري نظام د ترانسپورت وزير حسن مبارک د ط/الب ملیشو د کمیوسون په بلنه کابل ته راغلی.

د جناب وزیر صیب راتګ ته ځینې خفه، ځینې خوشاله او ځینې بیا وزیر صیب ته په غوسه دي چې ولې یې له ط/الب ملیشو سره تعامل وکړ او ولي د هغوی په غوښتنه کابل ته راغی.

وه مخلوقه زه به مو د جناب وزیر صیب له اصلی څیره سره اشنا کړم چې وزیر صیب څنګه؟ ولي او د څه لپاره راغی؟

حسن مبارک چې اصلی د پکتیکا ولایت دی ټول ژوند يې په پاکستان کړی ښاغلی مبارک په کوټه الماس چوک ايرپورټ روډ کې اوسییده هغه لومړنۍ او لوړې زده کړي په پاکستان کې سرته رسولي دي.
کله چې حسن مبارک افغاستان ته راغی لومړی يې کار په غرني ولایت کې د پوهنې په ریاست کې پیل کړ چې بیا په همدې ولابت کې د پوهنې د ریاست تر کچې ورسيد، په غرني کې په غلا ګیر شو ، په ډيرو واسطو يې ځان خلاص او کندز ته تبدیل شو.

حسن مبارک له پیله تر اوسه د پاکستان له څارګرې ادارې سره ښه يارانه لري کله چې جمهوري نظام سقوط کیده حسن مبارک د جنرال حمید ګل د زوی عبدالله ګله په غوښتنه اسلام اباد ته ولاړ له هغه وخته تر اوسه پورې حسن مبارک په اسلام کې اوسیده.

حیسن مبارک چې کله افغانستان ته راغی ډیر غریب وو یوازی هغه تنخوا یې درلوده چې د پاکستانې ادارو له خوا ورکول کیده خو په جمهوریت کې له کار کولو وروسته یې په اسلام اباد او کوټه کې ډير ځایونه واخیستل چې اوس یې هم د کوټی ښار په الماس چوک، مکانګي روډ او چالو باوړۍ کې څو کورونه شته.

د حسن مبارک راتګ افغانستان ته تصدافي نه دی او نه هم د ط/الب ملیشو د هغه کمیسون به غوښتنه راغلی چې په ظاهره یې له هیواد بهر افغانانو د را غوښتلو لپاره جوړ کړی دی بلکی حسن مبارک د پاکستان د څارګرې ادارې ای ایس ای په غوښتنه او فرمایش افغانستان ته راغلی دی.
داسې ویل کیده چې حسن مبارک به افغانستان ته ډیر زر راشي او له ط/لب ملشو سره به حکومت کې دنده پیل کړی خو هغه وخت حالت ورته مناسب نه ول.

حسن مبارک یوازي افغانستان ته تش د اوسيدو لپاره نه دی راغلی بلکې د خبل پلان له مخې به د ط/لب ميلشو په حکومت کې په يوه مهیم فوسټ کمارل کیږي.

د پخوانې ولسمشر ډاکټر نجيب يوه وینا ده: چې تر سل کاله د بیغرتۍ له ژونده د عزت مرګ ډير بهتره ده. حسن مبارک او دې ورته کسان هیڅ شرم نه لري د هر چا ‌ډول ته ښه په خرپ ګډیږي.
حسن مبارک به اوس مجبوره وي د ط/الب ملیشو په چاپلوسې او غوړه مالي ګوزاره وکړي.

Comments are closed.