The news is by your side.

ط/الب ملیشو له لاسه به افغانستان د سريلانکا په برخلیک اخته شي

خبريال ویبپاڼه/ سريلانکا د نړۍ له هغو هیوادونو څخه ده چې له سخت اقتصادي بحران سره مخ ده سریلانکایی وګړي د سختې نستۍ او غربت له امله حتی د ورځي په يوه وخت ډوډۍ پیدا کولو پیسې حیران دي.

سږ له سريلانکا هيواد څخه د سختي نیستۍ له امله هیڅ مسلمان وګړی د حج د فریضې د ادا کولو لپاره سعودي ته نشي تلای ځکه په دغه هیواد کې څوک دومره وس نه لري چې د حج د فریضی ادا کولو لګښت ورکړي.

سږ کال د سعودي عربستان له خوا سریلانکا ته د حج د فریضې ادا کولو لپاره د څه باندي ۱۵ زره کسانو ته سهم ورکړی وو خو هلته د شته غربت له امله هیڅ سريلانکایی وکړی نشي کولای سعودي عربستان ته ولاړ شي.

سريلانکا له هغو هیوادونو څخه شمیرل کیږي چې اقتصادي وده يې په خپلو کرنیزو او کورنیو تولیداتو ولاړه ده.

په سريلانکا کې دغه ناروین ددې هیواد د بې کفایته حکومت له لاسه راغلی ځکه ددې هیواد اوسني حکومت له چین څخه پورونه پیل کړل چې ددې قرضونو کچه او د هغوی سود کچه دې اندازې ته ورسیده چې چین هیواد يې په بدل کې له سريلانکا څخه څو مهيم سوداګریز بندرونه وګرځول چې تر ډير ددې هیواد اقتصاد د همدې بندرونو پر عایداتو ولاړ وو.

چين د نړۍ له هغو زبرځواکو هیوادونو څخه دی چې نور کمزوری د زبښوونکي اقتصادي ښکيلاک له لارې تر یرغل لاندي راولي. د قرضونو د ورکړي او ځینو نورو اقتصادي ښکيلاکي لارو ددې هیوادونو پر شتمنۍ خيټه اچوي او د تل لپاره په هغو سیمو کې خپلي پوځي او اقتصادي اډي جوړوي.

پاکستان هم د چین يارانې ته زړه ښه کړی وو چې اوس په نړيوالو قرضونو کې تر ستوني غرق دی ، ورځ په ورځ پکې د ګرانۍ کچه پورته روانه ، پولي کرنسي يې د تاريخ تر ټولو ټيټې کچې ته را رسيدلي ده.

په ياد هیواد کې هم چين په سترو اقتصادي پروژو پانګونه کړي چې تر ټولو مهیم يې د بلوچستان ايالت د ګوادر بندر دی.

داسي راپورونه هم خپاره شوي وو چې چين غواړي تر ۲۰۳۰ کال پوري ګړادر بندر له پاکستان څخه د خپلو پورونو په بدل کې د سلو کالو لپاره واخلي.

يادې مسلي بلوڅ ازادي غوښتکي هم سخت انديښمن کړي. هعوی په وار ،وار د پاکستان حکومت او چین ته خبرداری ورکړی چې د دوی په خاوره دي معملې نه سره کوي حتی تر دې چې بلوڅ ازادي غوښتونکو څو ځله په چینايې وګړو مرګوني بريدونه هم کړيدي.

اوس به راشو افغانستان ته:
د ط/الب ملیشو حکومت هم پلان لري چې له چين سره خپلې سوادګريزې اړيکې پراخې کړي د ط/الب ملیشو حکومت غواړي له چین سره د افغانستان د کانونو د را ایستلو په برخه کې بيلابیل تړونونه لاسلیک کړي.

او چین هم د افغانستان کانونو ته له ډیري خوشالۍ سور او سپین کیږي. چين غواړي په افغانستان کې خپل اغیز په هر اړخيز ډول پیاوړی کړي. اوس تازه د چین هیواد له لوري په کابل کې یو تلویزون هم جوړ او په کار يې پیل وکړ.

که د افغانستان يوازیني شتمني (کانونه) هم لوټ شي او دا غریب هیواد نور هم د چین د اقتصادي یرغل تر پښو لاندي شي لري نه ده افغانان به تر سريلانکايو په سخت حالت کې قرار ولري.

د خدای روی ومنئ د افغانستان حیثت ، عزت او شتمنۍ مه لوټئ.

 

Comments are closed.