The news is by your side.

نړیوال کرنتین د ګوګل عواید ۱۳ سلنه لوړ کړي

خبریال وېب پاڼه/د ګوګل شرکت په خپل یوه تازه بیان کې ویلي چې د دغې شرکت په عوایدو کې ۱۳ سلنه لوړ والی راغلی دی.

د ګوګل شرکت وایي چې د روان کال په ېرو دریو میاشتو کې یې شاوخوا ۴۱ ملیارده ډالره عواید درلودل، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۳ سلنه لوړ والی ښیي.

د ګوګل انټرنیټي شرکت عواید وروسته له هغه لوړېږي چې په ټوله نړۍ کې د کرونا وبا له امله حکومتونو په تګ راتګ بندیز لګولی دی او د نړۍ لوړه فیصدي نفوس په کورونو کې کرنتین شوي دي.

د پیو ریسرچ سېنټر د مطالعې او پلټنې له مخې په ټوله نړۍ کې ۹۱ سلنه وګړي په کور کې کرنتین شوي دي. دغه تحقیق کې راغلي چې د نړۍ ۷،۱ ملیارده وګړي چې ۹۱ سلنه نفوس جوړوي، د کرونا وبا له امله په خپلو کورونو کې ژوند کولو ته اړ شوي دي.

د پیو سرچ مطالعې مرکز وایي اوس مهال ۷ ملیارده او ۱۰ ملیونه وګړي په په هغو هېوادونو کې په کور کې ژوند کولو ته اړ شوي چې د کرونا وبا تر سخت تهدید لاندې دي. په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو یوه سروې ښیي چې د نړۍ ۳۹ سلنه وګړي په هغو هېوادونو کې اوسېږي چې د نړیوالو پر مخ یې دروازې تړلې دي او څوک نه شي ور تللی.

تر ګوګل وړاندې امازون شرکت هم د خپلو عوایدو د کم ساري لوړېدو خبر ورکړی ؤ. د کرونا په راتګ سره د نړۍ ستر سوداګریز فعالیتونه او اداري چارې په ټپه درېدلې دي او یوازینۍ لاره چې خلک په کې خپل وخت تېرولی شي، مجازي نړۍ ده.

یوه بله سروې کې راغلي چې کرنتین والو په ټولنیزو رسنیو کې تر ټولو زیات آرامو سندرو او میوزیک پسې پلټنه کړې ده. تېره میاشت ځینو غربي سرچینو وویل چې یوازې په امریکا کې د کرنتین له امله شاوخوا ۲۱ ملیونه وګړو خپلې دندې له لاسه ورکړې او په کورونو کې تم کېدو ته مجبور شوي دي.

د کرونا وبا په خپرېدو سره ډېری شرکتونه، ټولنیز فعالیتونه، اداري او نورې ورته چارې په ټپه درېدلې دي خو پر لیکه یا آنلاین بازارونو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. دې چارې د ټولنیزو رسنیو د شرکتونو لکه ګوګل، یوټیوب او ورته اپلیکېشنونو د عوایدو ګراف په کم سارې توګه لوړ کړی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.