The news is by your side.

طالبانو د سولې له هوکړې وروسته ولسي وګړي په نښه کړي

خبریال وېب پاڼه/ د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل وايي طالبانو په قطر کې له امریکا سره د سولې تر هوکړه لیک وروسته په دوامداره توګه ولسي وګړي په نښه کړي دي.

فیصل زیاتوي چې طالبانو د کب میاشتې له لسمې نېټې بیا د وري تر ۳۱مې د یادې ډلې له خوا ۳۳۷ ملکيان په شهادت رسېدلي، ۴۵۲ زخمیان او ۱۶۴ نور تښتول شوي دي.

څو ورځې مخکې د یونما یا د ملګرو ملتونو د سازمان مرستیالې دفتر ویلي وو، د روان زېږدیز کال لومړیو درې میاشتو کې څه باندې پنځه سوه دېرش ملکي وګړي وژل شوي دي.

د یاد سازمان د شمېرو له مخې په دې موده کې اووه سوه شپېته ملکي وګړي ټپیان شوي هم دي.

د دولت وسله والې مخالفې ډلې، د دغې مرګ ژوبلې د پنځوس سلنه مسؤول په توګه پیژندل شوي دي.

د امنیتي ځواکونو او بهرنیو پوځیانو په ګډون حکومت پلوي ځواکونه هم د یادې شمېرې دوه دېرش سلنه مسؤول پیژندل شوي دي.

طالبانو د امریکا سره د سولې هوکړه لیک له لاسلیک کېدو وروسته خپلو بریدونو ته زور ورکړي، چې زیات تلفات په کې ملکي وګړو ته اوښتي.

طالبانو له امریکا سره د تاوترخوالي د کمښت په هوکړه کې هم، د هوکړې له اصولو تر ډېره سرغړونه وکړه او د امکان تر حده یې تاوتریخوالی کم نه کړ.

اوس مهال د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي له امله ملګرو ملتونو او د افغان حکومت په بیا بیا ځلې له طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه، خو طالبانو ونه منله.

افغان حکومت اوافغان ولس له طالبانو د روژې په مبارکه میاشت کې د جګړې د ودرولو او اوربند غوښتنه کوي، خو طالبان وایي، په روژه کې جګړه کول لا ډېر ثواب لري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance