د پولیو واکسین ځنډېدل د افغانستان لپاره بل ناورین
خبریال وېب پاڼه/ افغانستان کې د پوليو واکسين د تطبیق د ځنډېدو له امله د يونیسف اندېښنه
يونیسف وايي، که ماشومانو ته د پوليو واکسين ور نه کړل شي، افغانستان به له يو بل ناورين سره مخامخ شي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې يا يونیسف د افغانستان په شمول د جنوبي اسيا په هېوادونو کې د پوليو واکسين د ځنډېدلو له امله اندېښنه ښوولې ده.
يونیسف خبرداری ورکړی چې که د افغانستان په شمول په دې هېوادونو کې ماشومانو ته د پوليو واکسين تطبیق نه شي، دا هېوادونه به له يو بل لوی بحران سره مخ شي.
عامې روغتيا وزارت ويلي چې هېواد کې د کرونا ويروس د خپرېدلو له امله د پوليو واکسين تطبیقېدل ځنډېدلي دي او په وينا یې ټاکل شوې چې دا پروسه بيا له سر څخه پيل شي.
په افغانستان کې د بل ناورین څخه د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق جدي اندېښنه ښودلې او زیاتوي چې د افغانستان په ګډون د سویلي اسیا هېوادونو کې د کرونا ویروس پراخوالي سره د پولیو په وړاندې واکسین عامه پوهای ځنډول شوی دی.
د دې ادارې په راپور کې راغلي دي چې د پولیو واکسین بهیر د دې هېوادونو په ځینو برخو کې سوکه روان دی او حتی د دې هېوادونو په ځینو برخو کې بیا د پولیو واکسین ډېری مرکزونه هم تړل شوي دي.
یونسېف خبرداری ورکوي، که چېرې واکسین کور په کور دویم ځل له پاره د پولیو واکسین له سره پيل نه شي افغانستان به له یو بل ناورین سره مخامخ شي.
روغتیا وزارت وايي چې په هېواد کې له دوو میاشتو راپه دې خوا کور په کور د پولیو واکسین د کرونا ویروس پراخوالي له امله ځڼدول شوي دي او یوازې دا واکسین په روغتونونو کې ترسره کیږي.
د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، اوس مهال افغانستان کې د پولیو پنځه مثبتې پېښې ثبت دي چې ډېری یې هم په سویلي ولایتونو کې دي.
خو دا وزارت ټینګار کوي چې هېواد کې د کرونا ویروس ناورین دوام په صورت کې به تر یوې بلې میاشتې پورې د پولیو واکسین کور په کور ګرځیدنې له پاره پرېکړه ونیول شي.
د ملګرو ملتونو له ماشومانو څخه د ملاتړ ادارې په راپور کې راغلي دي چې په نړۍ کې له څلورو میلیونو زیات ماشومان واکسین ته اړتیا لري چې د سویلي اسیا هېوادونو له ډلې افغانستان، هند او پاکستان د نوملړ په سر کې ځای لري.
افغانستان د نړۍ له بې وزله هېوادونو څخه دی او تر اوسه هم په کې د پولیو ناورغي په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې، هغه ناورغي چې په هېواد کې څلویښت کلنې جګړې دوام له امله پاتې ده.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.