The news is by your side.

افغانستان ته د پیسو نړیوال صندوق ۲۲۰ ملیونري پور

خبریال وېب پاڼه/د پیسو نړیوال صندوق په خپل تازه بیان کې ویلي چې افغانستان ته به د کرونا پر وړاندې مبارزه کې ۲۲۰ ملیونه ډالر پور ورکوي.

د پیسو نړیوال صدوق ځانګړي بورډ پرېکړه کړې چې له افغانستان سره به د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې په موخه دغه هېواد ته ۲۲۰ ملیونه ډالره پور ورکوي.

د دغه صندوق چارواکي په خپل بیان کې وایي چې دوی به له کرونا سره د مبارزې په موخه له خپلو غړو هېوادونو سره مرسته کوي او زیاتوي چې د دغې پرېکړې له مخې به دوی افغانستان ته ۲۲۰ ملیونه ډالره پور ورکول کېږي.

د کرونا وبا په راتګ سره نړیوال له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې د مرستو اعلان کړ دی او یو شمېر هېوادونو وار له مخې افغانستان ته د خپلو روغتیايي توکو مرستې استولې دي او د نورو مرستو لپاره یې هم تټر وهلی دی.

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت هم په خپل تازه ویډیویي کانفرانس کې پر نړیوالو غږ کړی دی چې له افغانستان سره د کرونا وبا پر وړاندې مبارزه کې مرسته وکړي. د عامې روغتیا وزارت د روغتیا نړیوال سازمان، د امریکا له انکشافي ادارې، نړیوال بانک او اروپایي ټولنې سره د کرونا پر وړاندې مبارزه کې خپلې اړتیاوې شریکې کړې دي. یادو شویو نړیوالو بنستونو هم منلې ده چې کرونا یو نړیوال ناورین دی او دوی چمتو دي چې په دې برخه کې له افغانستان سره مالي او تخنیکي مرستې ومکړي.

تر اوس په ټول هېواد کې د کرونا ۲۱۷۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې له ډلې یې یوازې ۲۳۲ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ثبت شوې دي. حکومت او نړیواله ټولنه د کرونا له امله په افغانستان کې د یو لوی بشري ناورین حخه وېره لري او په اړوندو ادارو او جګړه ییزو لوریو غږ کوي چې په دې برخه کې ګډ کار ته را ودانګي.

د پیسو نړیوال صندوق وایي چې تر دې مهاله یې د غړو هېوادونو سل غوښتنلیکونه ترلاسه کړي، چې له دوی یې د پور غوښتنه کړې ده. د یادونې وړ ده چې دغه پورونه د یو لړ ځانګړو اصولو له لارې ورکول کېږي، چې پور اخیستونکي هېواد به د کرونا پر وړاندې د مبارزې له امله دغه صندوق ته په ګټې ورکولو مکلف نه وي.

د دغې نړیوال بنسټ د تګلارې له مخې غړي هېوادونه په کال کې یوازې دوه ځله د پور اخیستلو حق لري او تر لسو کلونو پورې به یې بېرته پورونه ادا کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.